کندهار کې سږ کال ۲زره ټنه د سرو مرچو حاصلات راټول شوي

عزم(چهارشنبه، ۲۶، لیندۍ ۱۳۹۹): د کندهار د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې په پراخه کچه سره مرچ کرل شوي وو، چې حاصلات یې هم د پرو سږکال په پرتله ښه وو.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي، په دغه ولایت کې د نورو سبو او ترکاریو ترڅنګ د سرو مرچو کروندې هم کال تر بلې په پراخېدو دي، چې حاصلات یې هم ورسره کال تر بلې زیاتېږي.

د سیدي په خبره، د کندهار ولایت خاوره د هر ډول سبو او ترکاریو لپاره مناسبه ده، په همدې موخه په دې ولایت کې د ګڼو نورو ترکاریو او سبو ترڅنګ د سرو مرچو کروندې هم کال تربلې زیاتېږي. « د کندهار د ولایت په کچه په نږدې درې زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د سرومرچو کرکېله کېږي، چې د دغو کروندو د وچو سرو مرچو ټولیزه کچه څه باندې دوه زره ټنو ته رسېږي.»

دی وايي، د کندهار په ټولو ولسوالیو کې سره مرچ کرل کېږي؛ خو ارغستان، بولدک، دامان او معروف هغه ولسوالۍ دي، چې د نورو ولسوالیو په پرتله پکې سره مرچ ډېر کرل کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس مهال د یوه کلیو سرو مرچو بیه له ۲۰۰افغانیو څخه تر ۲۵۰ افغانیو پورې ده او بهرنیو بازارونو ته هم صادرېږي.

سره مرچ د تازه خوراک سربېره په اخلي پخلي کې هم کارېږي او ګڼې روغتیايي ګټې هم لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: