بغلان: د طالبانو برید کې تر لسو زیات عسکر وژل شوي

عزم(چهارشنبه، ۲۶لیندۍ ۱۳۹۹):د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې تیره شپه ددغه ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۳ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وایي، طالبانو د پلخمري ښار په وزیر آباد او نیازالله سیمه کې د پولیسو پر پوستو په همهاله توګه بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳پولیس وژل شوي او ۲نور ژوبل دي.
ځایي ولسي سرچینې بیا وایي چې طالبانو د برید پرمهال یوه پوسته په بشپړ ډول نیولې او شاوخوا ۱۹تنه عسکر یې وژلي دي؛ خو رسما ددې ادعا پخلی نه دی شوی.
ویل کیږي چې دغه پوستې له امنیې قوماندانۍ څخه درې کیلومتره لرې وې، خو قومانداني یې مرستې ته هیڅ راز کومکي عسکر نه دي لیږلي.

طالبانو تر دې مهاله په دې هکله څه نه دي ویلي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button