طالبان ولې په افغانستان کې د ننه مذاکرات نه کوي؟

 

ليکنه: نصير تکل
وروسته له هغه چې د طالبانو او افغان جهتونو مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کې د سولې خبرو په کړنلاره او مقدمه باندې توافق وشو او ورپسې ددواړو جهتونو ترمنځ په(۲۱)ورځنۍ وقفه هم توافق وشو، له هغه وروسته اشرف غني، حمدالله محب او ځينې نورو دولتي چارواکو يوه بله غوښتنه مطرح کړه چې دسولې خبرو پاتې پړاوونه بايد دافغانستان په داخل کې ترسره شي، ظاهراً دغه خبره يو څه معقوله بريښي، خو که چېرې دقيق نظر وشي، دغه غوښتنه د سولې پروسې د تخريب لپاره کارول کيږي، ځکه دوى غواړي په دې کار سره طالبان يوازې تر افغانستان پورې محدود کړي او له نړيوالو سره د طالبانو پراخېدونکې اړيکې پرې کړي، بل دا چې چې په افغان ټولنه کې دود او رواج داسې دى کله چې ددو متخاصمو ډلو ترمنځ روغه جوړه کيږي، هغه ددريمګړي په کور کې ترسره کيږي، زما په نظر دسولې لپاره زمان او مکان مهم نه دى بلکې مهمه داده چې مونږ څنګه وکولاى شو څلويښت کلن ناورين ته د پاى ټکى کيږدو هيواد ته امن او سوکالۍ راولو، او بل داچې اوس مهال په هيواد کې د ننه دسولې خبرو لپاره شرائط مساعد نه دي، که باالفرض طالبان دا ومني چې دسولې خبرو راتلونکي پړاوونه په داخل د هيواد کې وشي؛ نو دا کار دوه احتماله لري.
لومړى دا چې داخبرې به ددولت تر کنټرول لاندې سيمو(ښارونو) کې ترسره کيږي.
دوهم داچې دا خبرې به د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو(اطراف) کې ترسره کيږي.
ددولت تر کنټرول لاندې سيمو کې ځکه دا خبرې امکان نه لري چې طالبان د کابل برحاله اداره په رسميت نه پيژني، بل دا چې کابل اداره ددې توانايۍ هم نه لري چې د مذاکره کوونکو ټېمونو امنيت خوندي کړي، ځکه ارګ په دؤ برخو ويشل شوى دى، کنه ستاسو به ياد وي چې کله ډاکټر اشرف غني د لوړې مراسم ترسره کيدل ورسره په څنګه کې ډاکټر عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم ترسره کړل، دوى دواړو د يو بل مخنيوى نشواى کولاى، په همدغه ورځ په ارګ او شاوخوا سيمو توغندل ولګيدل، هماغه وو چې اشرف غني په خپل خياليګر غږ سره وويل: دا زرې نده کميس ده!
نو معلومه شوه چې دوى د ارګ په ساتلو کې هم پاتې راغلى؛ نو همدا وجه ده چې په پلازمينه کابل ښار کې د هېچا سر او مال خوندي ندي.

بل دا چې دکابل ادارې برحاله چارواکي لکه اشرف غني، امرالله صالح، سرور دانش، حمدالله محب او امثالهم اصلاً د سولې اراده نه لري، دسولې خبرو د سبوتاژ لپاره په ټول توان سره هڅه کوي دا خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

مونږ وليدل چې د سولې خبرو د سبوتاژ لپاره دوى په تعليمي مراکزو لکه کابل پوهنتون او کوثر ښوونيز مرکز بريدونه طرح او عملي کړل، د سولې خبرو د سبوتاژ په خاطر دوى علماء، دسولې مدني فعالان، قومي مخور او خبريالان په مرموز ډول ترور کړل.

مونږ ته دا هم معلومه ده چې داوسني جمهوري نظام د بنسټ ډبره په بن ښار کې کېښول شوه، هغه وخت هېچا دا نه ويل چې راځي د خپل هيواد لپاره قوانين په خپل هيواد کې جوړ کړو.

مونږ ته دا ځاى هم معلوم دى دوى په امريکايي ټانګونو سپاره هيواد ته راغلل او د امريکايي ګټو ساتلو په خاطر يې هر جنايت ترسره کړ/کوي يې، مونږ ته ددوى سرمايي او ډالر ښه معلوم دي چې چېرته مصرفيږي او کوم ښارونه پرې آباديږي، مونږ ته دا هم معلومه ده چې دوى خپلې ښځې او بچيان وطن نه راولي ځکه دوى د نورو هيواد تابعيتونه لري او دلته فقط د تجارت او جيب ډکولو لپاره راغلي.

که رښتيا هم بر حاله چارواکي په هيواد مين وي نو دوى د لطف وکړي د اشغال خاتمې لپاره د يو غږ پورته کړي، ځکه د هيواد سره اصلي مينه داده چې له يرغلګرو آزاد کړل شي، لا اقل د خپل هيواد د مينې په خاطر دې له خپلو څوکيو او منصبونو تير شي.

د طالبان تر کنټرول لاندې سيمو کې ځکه د سولې خبرې نشي کيداى چې د هيواد فضايي حريم اشغال شوي دى، زمونږ هيواد ته د هر ملک جنګي الوتکې بدون له اجازې داخليدلاى شي او د خپلې خوښې اهداف په نښه کولاى شي، طالبان داسې وسائل او رادار نه لري، چې د هوايي بريد مخنيوى پرې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button