غزني: د ملانوح بابا پر زیارت بمباري ته، چارواکو په بمونو د الوزولو نوم ورکړ

عزم(چهارشنبه، ۲۶لیندۍ ۱۳۹۹):د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې ددغه ولایت د اندړو ولسوالۍ کې د ملانوح بابا په نامه یو پخوانی زیارت په بمونو الوزول شوی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وایي دا پیښه تیره ورځ رامنځته شوې او په وینا یې، د پیښې عاملین سملاسي له سیمې تښتیدلي دي.
د غزني سیمه ییز چارواکي داسې مهال دا ادعا کوي، چې وړمه ورځ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټویټرپاڼه د انځورونو په خپرولو سره خبر ورکړ چې د مشهور صوفی ملا نوح بابا په زیارت وحشیانه بمبار ترسره شوی دی.

مجاهد ویلي وه چې ددغه هوایي برید په نتیجه کې یاد زیارت تخریب شوی ۲ تنه ملکیان په شهادت و رسیدلي او ۲ نور ژوبل شوي دي.
سیمه ییز خلک هم وایي چې پر زیارت هوایي برید شوی او د بمونو د انفجار خبر پروپاګند ده.

انځورونو کې هم ښکاري چې د زیارت چت له پورته خوا سوری شوی او له ښکته خوا د انفجار، اثرات نه ښکاري.
دوی وایي، ښایي چارواکي غواړي په دې توګه خپل ترسره شوی جنایت پټ کړي او یا هم غواړي د زیارت ودانۍ د بمونو په توسط نوره هم ویجاړه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: