میررحمان رحماني: د ملی دسترخوان پروسه له فساد ډکه ده، باید بنده شي

عزم(پنجشنبه، ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۹): د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني ویلي چې په ولسي جرګه کې د ملي دسترخوان پروسه په جرګه کې د اکثرو مخالفو رایو په ورکولو سره له دې امله و نه منل شوه چې دغه پروسه د خینو افرادو لپاره د فساد منبع وه.

هغه ویلي چې اوس د حکومت له لوري دغه پروسه بیا پیل شوې، چې د پارلمان له پریکړې سره په ټکر کې ده، باید زر تر زره وتړل شي.

رحماني داسې مهال د ملي دسترخوان پروسه له فساد ډکه بولي چې د کرونا په نوم د وچې ډوډۍ د ویش پروسه کې ستر چارواکي فساد کې ککړ ثابت شوي دي.

په ورته وخت کې د اطلاعات روز ورځپاڼې له لوری د ۹۱ کوډ په نوم مالیې وزارت څخه په ملیونونو پیسې اکثرو هغو چارواکو ویستلي چې ارګ ته نږدې او یا د ارګ خلک دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button