پکتیا محبس کې یوه بندي د سختې ناروغي له امله ژوند بایللی

عزم(یکشنبه،۳۰، لیندۍ ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د پکتیا ولایت په مرکز محبس کې یو تن طالب بندي د ورپیښې شوې ناروغي له امله خپل ژوند بایللی دی.

د نصرالله په نامه دغه بندي د پکتيا ولايت مرکز اوسيدونکی وه، چې طالبان یې په مړینه کې حکومتي چارواکي او اړوند مسؤلین ملامت بولي.

طالبانو ویلي: «یاد بندي د ورپېښې ناروغۍ څخه کړيده، په مکرر ډول يې د زندان له بې رحمه مسئولینو څخه د خپلې تداوۍ غوښتنه کوله ، متأسفانه چې هيڅ پاملرنه ورته ونشوه او بالآخره په شهادت و رسیدى. »

د طالبانو د بنديانو چارو کمیسیون له یاد بندي سره بې غَوره چلند او په قصدي ډول ناروغ پریښودل چې د هغه د مړینې لامل شوه، په سختو ټکو غندلي او یوځل بیا یې له بشري نهادونو او حقوقي ادارو څخه غوښتي چې ددوی د بندیانو د وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي.
طالبانو پریادو بنسټونو غږ کړی دی چې « د ناروغو بندیانو د تداوۍ لپاره لاس په کار شي او د کابل ادارې په چارواکو فشار وارد کړي چې له بندیانو سره انساني چلند وکړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي زندانونو کې بندیان د یوې عادي ناروغي د نه معالجې له امله، خپل ژوند له لاسه ورکوي، بلکې تر دې وړاندې په بګرام، څرخي پله او د هیواد نورو زندانونو کې هم ورته پیښې په ځلونو رامنځته شوې چې  زیاتو یې قصدي بڼه درلوده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button