د قرآن کریم د علمي اعجاز په اړه د ملحدینو د یوې شبهې ځواب

لیکنه: عمر عماد

الله تعالی په کائناتو کې د زوجیت ( یعنی د هر شی جوړه جوړه شتون) قانون ته په څوآیتونو کې اشاره کړې ده ، چې د هغې له جملې څخه : یو د سورت یاسین ( ۳۶ ) آیت : (سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ) . یعني پاکي ده هغه ‌ذات لره چې ټولې جوړې یې پیدا کړې، له هغې چې ځمکه یې راټوکوي ، او ستاسې له نفسونو او له هغو شیانو چې تاسې پرې نه پوهیږئ .

او بل د سورت الذاریات ( 49) آيت : (وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) . يعني : او موږ له هر شي جوړه پیدا کړې ، ګوندی وي چې تاسې پند واخلئ .

د قرآن د حقانیت څخه منکران داسې انګیري چې ګویا دا د قران علمي غلطي ده چې وایي هر شی زوج پیدا شوی دی ، ځکه چې په طبیعت کې ډیر داسې شیان شته چې نر او ښځه نه لري، بلکې ‌ذاتي تکاثر کوي ، لکه امیب ، یا یو ډول چرمښکۍ ، یا ځینې بوټي او نباتات .

ځواب : دغه شبهه د عربي ژبې په پوهیدلو له نیمګړتیا او د مفسرینو د اقوالو څخه د بې خبرۍ نه راپیدا شوې ده . ځکه دوی وایي چې ( زوج ) یوازې نر او ښځې ته وایي . خو داسې نه ده ، بلکې د زوج کلمه په عربي ژبه کې د جوړې په معنی ده ، لکه د بوټانو جوړه ، او یا په هوا کې د دوو مرغانو جوړه ، او یا داسې نور .

همدا راز د پخوانيو جمهورو مفسرينو قول د زوج د کلمې په لغوي معنی څرخيږي چې معنی يې جوړه جوړه ده لكه ځمکه او اسمان ، اور او اوبه ، وچه او لمده ، او داسی نور بې شمیره شیان ، بلکې ځینې مفسرینو آن معنوي شیان هم پکې یاد کړي، لکه خیر او شر ،نیکمرغي او بدمرغي، کفر او ایمان …الخ . يعني یو شی او د هغه مقابل او ضد يې چې په دې کې نر او ښځه حتما راځي ، خو د نر او ښځې برسېره نورې ټولې هغه جوړې هم پکې راځي چې په کائناتو کې موجودي دي .

هو ، که مفسرينو يوازي نر او ښځه یاده کړي وای نو بیا د ملحدينو نيوكه اواعتراض وارد او پرځای معلومېدی چې ګویا په قرآن کې غلطي ده ( والعياذ بالله) ، خو دا چې زوجیت یوازې د نر او ښځې جوړې ته نه وایي نو دا نیوکه بې ځایه ده.

او حتی که دا هم ومنو چې دلته (زوج ) د نر او ښځې په معنی ده بیا هم دغه اعتراض وارد نه دی ځکه چې په عربي ژبه کې د ( کل ) لفظ حتما د عموم لپاره نه استعمالېږي بلکې کله کله د ( بعض) او غالب په معنی هم راځي چې د دې مثالونه په قرآن کې هم شته لکه ابن قتيبه چې په تاویل مشکل القرآن ، او باقلاني چې په الانتصار للقرآن ، او رازي رح چې په خپل تفسير ، او نور علما وایي چې دغه ايتونه عموم نه افاده کوي : (تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا، أو (ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ) ، أو (يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ) ،او (وَأُوتِيَتْ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ) أو داسې نور . يعني كه د زوجين تفسير په نر او ښځه ومنو بیا هم اعتراض بې ځایه دی ، ځکه چې د ( کل ) صیغه په عربي ژبه کې همیشه او حتما عموم نه افاده کوي، او نه شرعا ، اونه لغة ، او نه عقلا د دې کوم خنډ شته چې دا آیت دې هم د تیرو آیتونو په څیر نه وي .

خو دا چې جمهور مفسرین د نر او ښځې برسېره نور شيان هم یادوي نو بنا پر دې دغه اعتراض مردود او بې بنیاده دی .

دا له یوې خوا ، او له بلې خوا کیدای شي په راتلونکي کې په همدغو شیانو کې چې اوس د ملحدانو په فکر د زوجیت د قانون لاندې نه راځي ، داسې حقایق رابرسیره او وموندل شي چې د زوجیت قانون پرې تطبیق کیږي.

البتة دلته د دې خبرې یادونه بې ګټې نه ده چې ووایو : د مفسرينو دې ډول اختلاف ته اختلاف تضاد نه بلکې اختلاف تنوع وايي ، يعني د آیت په پراخه معنی کې د مفسرینو ټول اقوال راټولیدلای شی ، او هر قول د آیت د پراخې اوجامع معنی مثال اوبیلګه ګڼل کیږي.

اوس به راشو د سورت یاسین د آیت اعجاز ته ، چې الله تعالی فرمایی: پاکي ده هغه ‌ذات لره چې ټولې جوړې یې پیدا کړې ، له هغې چې ځمکه یې راټوکوي ، او ستاسې له نفسونو او له هغو شیانو چې تاسې پرې نه پوهیږئ.

د قرآن مجید د نزول په وخت کې په کائناتو کې ډیر داسې شیان وو چې چا ته یې د جوړه جوړه پیدا کیدو هیڅ علم نه و ، بلکې حتی چا یې تصور هم نه شو کولای ، لکه ډیر هغه نباتات چې وروسته پکې نر او ښځه معلوم شو.

او یا په اوسنۍ زمانه کی د اتوم د اجزاوو ( پروتون او الکترون ) چې یو یې مثبت او بل یې منفي چارج لري . بلکې تر دې هم هیښونکې دا چې د کوانتم فیزیک یو بنسټ ایښودونکی انګریز ساینس پوه :Paul Adrien Maurice Dirac (1902 – 1984 م) – چې په 1933 کال کې یې په فیزیک کې د نوبل جایزه تر لاسه کړه – نظريه وركړه چې په کائناتو کې د خلقت له شیبې راهیسي ماده او د مادې ضد موجود دی . حتی د اتوم په اجزاوو کې هم د هر بڅرکي ضد موجود دی . د پروتون ضد او د الکترون ضد ، چې دا نظریه بیا وروسته هلته ثبوت شوه چې امریکایي فیزیک پوه كارل أندرسون په ۱۹۳۲ م کال کې پوزیترون کشف کړ .

لیري راته نه ښکاري که هغه وخت چا پول ډیراک له دې خبر کړی وای چې قرآن ۱۴۰۰ کاله وړاندې دزوجیت قانون یاد کړی دی نو نه یوازې دا چې د الله تعالی په شتون کې تردد به یې ختم شوی و بلکې مسلمان شوی به وای . لکه فرانسوي عالم موریس بوکای چې کله دا کشف کړ چې فرعون په سمندر کې ډوب شوی او ورته وویل شو چې دا خبره خو قرآن لا پخوا کړې ده ، چې بیا یې همدا د مسلمان کیدلو لامل شو .

نو هغه څوک و چې نالوستی او د عربي دښتې اوسیدونکی محمد علیه السلام – یې له دغو شیانو خبر کړ ؟ بیشکه چې د دې بل هیڅ معقول ځواب نشته پرته له دې چې ووایو: هغه چا خبر کړ چې د کائناتو خالق او د هغو په ټولو اسرارو خبر دی (أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) ؟! بلی ، والله اِنه لیعلم .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button