کابل کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویاند کور ته غله ورغلي

عزم(یکشنبه، ۳۰ لیندۍ ۱۳۹۹): د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویاند قاسم رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په روانه اونۍ کې یې دوه ځله کور ته غله ورغلي.

هغه ویلي چې یو ځل د تیرې جمعې په شپه یې کور ته غله ورغلي وو، او په صبا یې د څنګ ګاونډي کور څخه یو بایسکل وړی وو، بیګا شپه بیا د ده کور ته ورغلي، خو څه یې ترې وړي نه دي.

رحیمي پولیسو ته پیغور ورکړی او ویلي یې دی چې یواځې د فلمي هلکانو په څیر ایکټونو ته تیار دي نور د امنیت برخه کې هیڅ لاسته راوړنې نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې کابل کې د غلاوو پیښې تر بل هر وخت زیاتې شوي او خلک خپل مال او ځان محفوظ نه ګڼي.

د دغو پیښو له زیاتوالي وروسته که څه هم د کابل امنیت امرالله صالح ته سپارل شوی خو د مخنیوی پر ځای یې غلا او وژنې نورې هم زیاتې شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button