روغتیا وزارت: بهر ته تلونکي خلک دې د کرونا ازمايښت لپاره دولتي لابراتوارونو ته مراجعه نه کوي

عزم(پنجشنبه، ۰۴، مرغومی ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې له هېواد نه بهر د ځمکې له لارې تلونکي خلک دې دولتي لابرارتوارونو ته د کرونا د ازمايښت لپاره مراجعه نه کوي.

روغتیا وزرات په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تلو ډډه وکړي، ځکه په ډېر تګ راتګ د کرونا وایروس په چټکۍ خپرېږي. «د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خپلو مسافرینو ته خبر ورکوي، چې د کرونا وایروس د ازمايښت لپاره دولتي لابرارتوارونو ته ولاړ نه‌شي؛ ځکه چې په دې لابراتوارونو کې د شته ازمايښتونو ظرفیت لږ دی او دا ازمايښت یوازې د شکمنو پېښو او په هېواد کې دننه د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دي.»

د خبرپاڼې له مخې، د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره د سفارت له لارې په همغږۍ دې ستونزو ته د حللارو د موندلو لپاره د خپل سفارت له لارې له پاکستان سره په اړکیه کې دی، خو پاکستان هم اندېښنه لري چې ډېر سفرونه به په دواړو هېوادونو کې د کرونا وایروس د خپرېدو لامل شي.

اوس‌مهال یوازې په تورخم کې له افغانستانه خیبرپښتونخوا ته تلونکو مسافرینو د کرونا ازمايښت کېږي، خو له خیبرپښتونخوا راتلونکو مسافرینو لپاره تراوسه دغه اسانتیا جوړه شوې نه ده.

پاکستان هم هغه هېواد دی، چې په د کرونا وایروس مثبتې پېښې پکې ډېرې دي او هره ورځ په دغه هېواد کې زرګونه مثبتې پېښې ثبتېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button