طالبان: اسلامي نظام کوم مبهم یا مجمل مفهوم نه لري

طالبانو خبرداری ورکړی، چې په دوحه کې له امریکایانو سره د شوي توافق په متن کې هم دا خبره تسجیل شوې ده چې له اشغال وروسته به په افغانستان کې حکومت "اسلامي" وي.

عزم(شنبه، ۶مرغومی ۱۳۹۹): طالبانو په اوونیزه تبصره کې د ځینو رسنیو لخوا هغو اندیښنو ته غبرګون ښوودلی چې ګواکې د طالبانو لخوا د وړاندیز شوي اسلامي نظام مفهوم او څرنګوالی څرګند نه دی او په دې تړاو د کابل مذاکراتي ټیم یوه غړي “حفیظ منصور” هم ورته شک پاروونکې څرګندونې کړې وې؛ تازه یې طالبانو په هکله ویلي چې د اسلامي نظام مخالفین په بیلابیلو پلمو غواړي د اسلامي نظام مخه ونیسي«که یوه اړخ ته زموږ مؤمن ولس د اسلامي نظام نفاذ ته شیبې شماري بل اړخ ته د اسلامي نظام مخالفین په بیلابیلو طریقو هڅه کوي چې د دې موضوع په اړه خلکو ته شکونه ورواچوي او په اصطلاح په خړو اوبو کې کبان ونیسي»

طالبانو ویلي: اسلام حتیٰ د ژوند د ډیرو جزئي او معمولي اړخونو لپاره څرګند قوانین لري؛ سیاسي نظام چې د انساني ژوند له مهمو امورو ګڼل کیږي، اسلام یې په اړه واضح او د لمر غوندې روښانه اصول لري او په وینا یې چې «د اسلام له نظره پر ځمکه د الهي لارښوونو سره سم اسلامي حکومت جوړول د مکلفو انسانانو له اصلي دندو ګڼل کیږي. زموږ اسلامي تاریخ هم د اسلامي نظام د حاکمیت ښکاره بیلګې لري، دیني علم په دې اړه پوره وضاحت لري نو بناء په دې مسئله کې هیڅ ابهام شتون نه لري»

سرمقاله زیاتوي هغه کسان چې وایي اسلامي نظام په اوسني عصر کې د تطبیق وړ نه دی، اصلا  د اسلام د ماهیت په اړه پوهه او معلومات نه لري.

طالبانو ویلي، دوه لسیزې وړاندې یې عملا وښودله چې اسلامي نظام په اوس عصر کې هم د تطبیق وړ دی.«د افغانستان اسلامي امارت چې د اسلامي نظام د تطبیق تجربه لري، په دې باور دی چې د افغانستان د مسئلې بنیادي حل په دې هیواد کې د رښتیني اسلامي نظام جوړیدل دي.»
سرمقاله زیاتوي، افغان ولسونو د دې ارمان لپاره بې شمیره قربانۍ ورکړې او  په بل هیڅ ډول نظام قناعت نه لري نو په وینا یې چې« ځکه باید ټول داخلي او بهرني جهتونو د افغان ولس د دې مشترک ارمان او غوښتنې په وړاندې تمکین وکړي او له بې ځایه بهانه جویي او خنډ اچولو څخه لاس واخلي»

طالبانو خبرداری ورکړی، چې په دوحه کې له امریکایانو سره د شوي توافق په متن کې هم دا خبره تسجیل شوې ده چې له اشغال وروسته به په افغانستان کې حکومت “اسلامي” وي. «پر دې اساس ویلی شو چې  په افغانستان کې د اسلامي نظام راتګ یو داسې واقعیت دی چې دیني، ولسي او هراړخیزه پشتوانه او ملاتړ له ځان سره لري.»

طالبان داسې مهال دا غبرګون ښکاره کوي، چې په وار وار دولتي چارواکو د یوه سوچه اسلامي نظام له راتګ اندیښنه په ډاګه کړې او دا یې د دیموکراسي په ډګر کې د ترلاسه شویو لاسته راوړنو په زیان بللی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button