”د جارح خنجر او زما قلم“: د غربي اشغال پر مهال د لیکل شویو مقالو ټولګه چاپ شوه

عزم (شنبه، ۰۶ مرغومی، ۱۳۹۹): ”د جارح خنجر او زما قلم“ په نوم کتاب، چې د شهامت مجلې د مسؤل ابو ظهیر مولوي شمس الدین منصور د جهادي، سیاسي، فکري او ټولنیزو مقالو ټولګه ده، تازه د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون د تألیف او ترجمې ادارې په ښه صحافت او مناسب کاغذ په ۵۹۰ صفحو کې چاپ کړی دی.

په دې کتاب کې د ښاغلي ابو ظهیر هغه مقالې راټولې شوې دي چې نوموړي له ۲۰۰۳ز کال راهیسې د غرب په اصلي څېره، پر مسلمانه نړۍ د لوېدیځ د ناروا جګړو، د مسلمانانو پر ټولنیزو ستونزو، پر ګران هېواد افغانستان د غربي تاړاک او په نورو ګڼو موضوعاتو لیکلې دي. د دې کتاب د مستندو لیکنو لوستل انسان ته په اړونده موضوع کې مهم معلومات ورکوي، مسلمان امت خپل غفلت ته متوجه کوي او په جهادي، علمي، دعوتي او فکري ډګرونو کې لا ډېر کار ته یې هڅوي.

هېره دې نه وي چې د کتاب لیکوال له ۲۰۰۷ز کال راهیسې د شهامت مجلې مدیر پاتې شوی دی، او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال یې د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رییس په حیث خدمت کړی دی.

د لاندې لینک په کښېکاږلو سره کتاب خپل کمپیوټر ته ډانلوډ کولای شئ!

Download

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button