پلورل شوي ليکوالان او د تاريخ ماهرانه تحريف

شفیع اعظم اوریا خېل

نوټ: ځوان نسل او د افغان وطن اصلي مالکانو ته خاص پېغام.

د جدې شپږمې په مناسبت سوشيل ميډيا کې د يوه مشر ليکوال فېسبوکي تبصره مخې ته راغله.
ليکوال په ډیر ناځوانه ډول ټول حزب اسلامي او انجنير حکمت يار د پاکستان اجنټ او په غېر مستقيم ډول جمعیت، رباني، مسعود او د نظار شورا بانډ یې د جهاد اصلي وارثان او اتلان ياد کړي.
لاندی ورته ناخبره او بې خبره پټان ځوانانو “واه واه صېب” چکچکې شروع وې.
د حزب اسلامي او د شخص حکمت يار صېب پر ادرس د لګېدونکو تورونو او توهین ځواب خو پکار ده چې هغه حزبي ځوانان ورکړي، چې شپه او ورځ شړشم وهلې ږيرې او حلقوم کې په غږېدونکي انداز د حکمتيار صېب په دفترونو کې اوړي را اوړي.
زه د داسې کرایي ليکوالانو ځواب له ډیره درده ليکم او روس خلاف د خپلې کورنۍ، راتلونکي تاريخي مسوليت او ټول ملت له لوري ورکړل شوې قربانۍ نه د دفاع او شهيدو ارواحو ته په پاسداري وړاندې کوم.
ليکوال په خپله ليکنه کې ځوان نسل ته په خطاب کې حکمتيار او ټول اسلامي حزب د پاکستان د ګټو مدافع معرفي کوي او په مکار سکوت سره لوستونکو ته د نظار شورا او شمال ټلوالې بانډ د روسانو اصلي ماتونکې.
مګر همدې لیکنه کې ترې غېر مترقبه ډول اعتراف شوی چې د مجاهدينو بريا وروسته پاکستان د کابل تخت او اقتدار شال د حزب اسلامي پر ځای د نظار شورا پر اوږه کیښود.
ليکوال د دې پوښتنې جرئت او ويښ ضمير نه درلود چې لږ سوچ وکړي چې ولې پاکستان په کابل کې د اقتدار شال د حکمت يار پر ځای خپل دوښمن يا غېر تابع؟! استاد رباني او احمد شاه مسعود پر اوږو اچوي؟!؟
داسې فکر ولې نکوي چې پاکستان څرنګ د لوبې پای او دومره هڅو وروسته کابل کې اقتدار هغه کس ته نه ورکوي چې د پاکستان بلی ګوی دی خو برعکس پاکستان ضد؟! مسعود او رباني ته یې سپاري؟
له همدې ځایه د ليکوال د ادعا کذب او ترشا یې شخصي غرض او مرض واضح کېږي. پاکستان د افغانانو د ورکړې قربانۍ وروسته په ټولو ګوندونو او ليډرانو کې خپل تشخیص او محاسبه وار له مخه کړې وه او بيا یې په سنجول شوي ډول کابل کې واک په پټه او ښکاره ډول هغه استاد رباني او مسعود ته ورکړ چې دوی ورسره له ډیره وخته ستراتيژيکه همغږي درلوده.
مسعود او رباني نه چندان له زړه په جهاد باور درلود، نه قوي مذهبي ټيپ خلک وو او نه هم له کرښې هاخوا پښتنو سره چندان خوني تړون او علاقه لري چې ملګری پاکستان پرې خفه کړي. هغوی په واضح ډول افغانستان کې میشت پښتنو نه په تنګ وو نو هاخوا پښتانه به ورته په څه ښاغلي وي.
نظار شورا د جهاد په پیل کې مشڅصې قومي او سياسي ګټې درلودې او د هغو حصول لپاره یې هم روسانو سره د جهاد ګرم مېدان کې پټ پروټوکولونه درلودل، هم CIA سره پټې اړيکې او هم پاکستان، هند، فرانس او نورو سره څو بعدي معادلې. دا تشې ادعا نه بلکې اړوند یې کره شواهد او اعترافونه موجود دي.
ليکوال بلځای وایي چې حزب اسلامي د ضياالحق د مرحمت له امله او د پاکستان هلالي بيرغ اصلي ژمنتيا له امله تر پاتې نورو ټولو حزبونو ډير امتياز ترلاسه کاوه.
دا ښاغلی د ټولې اګاهۍ باوجود ځان ناخبره اچوي چې دا امتياز هم د حکمت يار په ټنډه د مين توب له امله نه بلکې د حزب تر چتر لاندې ټول افغانستان کې زرګونه جنګياليو شتون له امله وو چې د روسانو جنګي ماشين اصلي تنبونکی همدا حزب او زرګونه جنګيالي وو او نورو حزبونو په مجموعی ډول نه دومره مجاهدين درلودل او نه هم پراخ ملاتړ چې ډیر امتياز او وسلې واخلي.
نه یم پوه د خلکو سپينږيري خو ورځ تر بلی د خوړلي عمر او حاصل شويو تجربو له مخې هوښياریږي او ځوان نسل ته تاريخي لارښود او روښانه راتلونکې پرېږدي. د نورو قامونو زاړه ليکوال چې خپل عصر کې مېړانه ونه لري بيا په کاذب ډول ځوان نسل ته د روحيه ورکولو په پار په خپله قامي او ملي ګټه کذب کوي او خپل تاريخ له اتلولي ډک ښیي.
مګر زموږ داسې ګمراه زاړه ليکوال د ضديت او شخصي متاع لپاره ولې داسې واړه شول چې زاړه شي لمن په سر واړوي، خالص شرمونه راوړي او په لوی لاس خپل ځان، تاريخ او قام پسې داسې کاذب تورونه او تهمتونه تړي چې د قام او ملت ورکړې قرباني د ملنډو او مسخره کړي.
همدې ليکوال چې نوم یې د حيا له وجې قابل ذکر نه بولم موده وړاندې په ډیر ګستاخانه انداز سوشیل ميډيا کې ځوان نسل ته هند کې د احمدشاه بابا فتوحات غارتګري ياده کړه، بيا یې د حاجي ميرويس خان نيکه لخوا ګرګين داړو ماتولو او اصفهان کې د شاه حسين او شاه اشرف پڅېر هوتکي ځوانانو مېړانې ته د شهوتي جنون او عشقي زیګرويو نوم ورکړ او اوس د حزب اسلامي تر چتر لاندې د زرګونه پښتنو او لوی وطن زرګونه نورو افغانانو مجاهدت، مهاجرت، قرباني او سرښندنو پر مټ د روسانو ماتېدو شهکار ته د ضياالحق غلامي او وطن غداري نوم ور پورې کوي.
نه يم پوه دا خلک ولې نه پوهیږي چې قلم لوی مسوليت دی. زموږ هره ليکل شوې جمله تاریخ دی. د قلم هرې کرښې کشولو سره ډېر اوچت، ډیر لرې او ستراتيژيک فکر پکار دی. مېدان په تورو ګټل کیږي خو تاریخ د قلم په څوکه تر نورو نسلونو رسي.
د قلم غداري د هغو زرګونه شهيدو روحونو، يتيمانو، معلولينو، مهاجرينو او د هغوی پر وارثانو په زړه کې د خنجر ګوزار دی چې ټول شته یې د خدای رضا او تاريخي نيکنامي لپاره قربان کړل.
قلم د شخصي ګټې، موقتي سليقو او فردي خوابدون لپاره کارول ندي پکار.
#يا_هو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button