ضعیف؛ د خونړیو انقلابونو زورور شاهد!

دادمحمد ناوک

د سړي له لمر سوځولې قوارې، غمجنو سترګو او ګډوډو جامو د تېرو ورځو د وحشت ننداره له ورایه ښکارېده، د ارګ په رنګینو چوکیو کې يې حامد کرزی مخاطب کړ:
نن یو پردی زما عاجزې ته لاس ور اچوي، ما بې عزته کوي، کوچنیان مې را وژني، دا ګرده د چا له لاسه، راکئ جواب، د چا له لاسه؟
د څنګ ملګری يې ورو وچیخوي، دی په جذباتي انداز مخ ور واړوي:
ـ نه يې پرېژدم، رییس صاحب دا د چا له لاسه، وزیر صاحب د چا له لاسه؟ نسته جواب؛ خبره په ملامتي راغله!؟

دا د کندهار د زنګاواټ د هغو دردېدلو مشرانو د خبرو لنډ کلیپ و، چې یو بهرني عسکر پکې نږدې ۱۳ تنه تر تېغ تېر کړل او حتی ویې سوځول؛ دوی حامد کرزي ته خپل شکایت را وړی و، دا مشران د ملا عبدالسلام ضعیف صاحب کلیوال و، ملا عبدالسلام ضعیف په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر، د هېواد مشهور دیني عالم، سیاستوال او لیکوال په ۱۳۴۶ل کال د کندهار، پنجوايي په زنګاواټ کلي کې د ملا نورمحمد صاحب کره دنیا ته راغی؛ ضعیف صاحب د غبرګو انقلابونو د یو فعال غړي په توګه د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد، د شر او فساد پر ضد د جهاد او د امریکايي یرغل په اوږدو کې د بګرام، کندهار او ګوانتانامو د زولنو ویاړونه لري.

ضعیف صاحب چې کله له ګوانتانامو را خلاص شو، لومړنی کس و، چې د دې امریکايي جهنم په اړه يې خوله چوله کړه او نړۍ يې د دې بشردوستانو له دوستۍ؟ خبره کړه؛ د ضعیف صاحب همدا اقدام و، چې وروسته نور اثار هم د ګوانتانامو د وحشتونو اړوند خپاره او د نړۍ پر سیاسي سټيج لغړه امریکا يې نوره هم بربنډه کړه.

دا دوه شپې د ضعیف صاحب له یو بل مهم مشهور اثر سره یم؛ « زما ژوند له طالبانو سره» چې له انګلیسي « My life with taliban» نه انجینر محمد افضل ذاکر را ژباړلی دی؛ دا اثر په ۲۰۰۹ز کال کې په انګلیسي خپور او تر اوسه پورې شاوخوا په ۱۵ ژبو ژباړل شوی دی؛ چې پکې له روسي ښکېلاک، پر ضد يې جهاد، د مجاهدینو په نوم وحشتونو، طالب حرکت، د اسلامي امارت تاسیس، امریکايي یرغل او د ګوانتانامو تر تنګو پنجرو پورې د ضعیف صاحب د سترګو لیدلی حال بیان شوی دی.

دا کتاب، هم تاریخ دی، هم اټوبیوګرافي او هم یو ډول سیاسي تبصرې، چې په پیل کې يې ډېر تمرکز پر کندهار دی خو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال بیا د خپلو دندو، هرات، ملي دفاع وزارت، ترانسپورت وزارت او پاکستان کې د سفیر دندې پر مخ وړلو پورې لوړې ژورې او جالبې بیان شوې دي.

کتاب؛ د طالب پېژندنې او په ګوانتانامو کې د امریکايي څېرې بربنډولو کې خورا مهم رول لري، د طالب حرکت چې د پاټکیانو پر ضد د ديني مخورو خودجوشه حرکت و، پر ضد يې نږدې شل کاله له سلګونه چینلونو پروپاګند وشو، خو ښاغلي ضعیف د دې غورځنګ د بنسټګرو د یو غړي په توګه په قانع کوونکو دلایلو او منصفانه ژبه بیانوي چې د پاټکیانو پر ضد وسله پورته کولو کې هیڅ بهرنی لاس نه و او نه يې هم جریان کې چاته د مداخلې حق ورکړی دی، که څه هم د ګاونډیانو په ګډون ډېر ځله هڅه شوې خو په خورا مدبرانه توګه يې مخه نیول شوې؛ دلته ښوودل شوې چې پاکستان څنګه د امارت پرځولو ته پلانونه جوړول او په پای کې يې څه ډول له امریکا سره د معاملې هوکړه وکړه؛ خو د دې تر څنګ د امریکايي یرغل پر وخت د اسلامي امت د اخلاص جالبې صحنې هم لوستلی شئ!

په کتاب کې له شمال ټلوالې سره د جګړو په ترڅ کې د خبرو هڅې او دا چې په هرات کې د اسماعیل خان تر تېښتې وروسته د هغه ورور د ضعیف صاحب مامور پاتې کېږي او هراتي ولس يې په اړه څه حس لري همدلته لوستلی شي، جالبه دا ده چې څو ځلې احمد شاه مسعود د خبرو هڅې بې پایلې پای ته رسولې او دې ته قانع شوی نه دی چې د هېواد پر نهه نوي سلنه واکمن نظام سره د شخصي ګټو د کمښت په خاطر هوکړې ته ورسېږي.

دا کتاب؛ په پای کې د ګوانتانامو د وحشي پنجرو نندارې تر څنګ د پاکستاني انسان فروشو وحشت لوستونکي ته وړاندې کوي، چې یو دیني مخور، ډیپلوماټ او قومي څېره یوازې د اسلام په جرم څنګه د پردیو په پښو کې بربنډېږي او په زجر شکنجه کېږي، د امریکايي عسکرو چلند، د سره صلیب حیثیت او د بشردوستۍ ټولې نمونې همدلته لیدلی شئ!

کندهار؛ چې معاصر افغانستان ترې را ټوکېدلی، چې د پاټک سالارۍ پر ضد د مبارزې توغ ترې پورته شوی، چې پر ګرد ملت يې احسان باروونکي زامن وړاندې کړي، خو ضعیف صاحب همدې کندهار کې د بربنډتیا، د ږېري او ویښتانو خرېیل، زجر، شکنجه او د قرآن کریم په شان کې ګستاخي ویني؛ په همدې دوزخ کې ترې پوښتنه کېږي چې که د ځينو مهمو مشرانو په اړه معلوماتو کې ورسره مرسته کوي او د یو جاسوس په څېر همکارۍ ته تیار وي، نو د کیوبا اوبه به پرې ونه څښي، خو ضعیف صاحب د قوي ایمان پر زور رټ ځواب ورکوي!

دا کتاب باید زموږ ځوان ملګري ولولي او تر نورو يې ورسوي، د ضعیف صاحب «طالبان له کندهاره تر مزاره» او «د ګوانتانامو انځور» لوستل هم په پردي تبلیغاتي شور کې له موږ سره پر نېغه لار ثابت پاتې کېدلو کې مرسته کولی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button