د پښتو ادبیاتو نویو محصلینو ته ځینې لارښوونې:

۱ – د استاد چپټر یوازې د ازموینې لپاره لولئ، باقي هر ورځ باید له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پاڼو آزاده مطالعه وکړئ؛
۲ – هېڅکله د شعر لیکلو هڅه مه کوئ، خو ځینې وخت د لویو شاعرانو شعرونه لولئ، عجب خوند کوي.
۳ – لیکوالي له لومړي سمستره پیل کړئ؛ هره ورځ باید لږ تر لږه څلور پاڼې لیکل وکړئ. لنډې کیسې، ځانپېښې، پر ټولنیزو مسایلو لیکنې او…؛
۴ – ژباړې وکړئ او د پښتو تر څنګ نورې ژبې زده کړئ، خصوصاً انګلیسي او اردو.
۵ – هڅه وکړئ، چې پر زده‌کړو سربېره د ژبې اړوند په کومه اکاډیمۍ، راډیو او… ځایونو کې عملي کار وکړئ او تجربې ذخیره کړئ.
۶ – هلکان دې په نجونو پسې نه ګرځي او نجونې په هلکانو پسې. د مینې په نامه هره اړیکه چټیات دي؛ خلاصه خپل روغ ژوند مه بربادوئ او د دې ډول وابستګیو پرځای ښه ده چې ټول فوکس پر ژوند او زده‌کړو وکړئ.
۷ – لومړی ځل چې په ټولګي کې کېناستئ، له هماغه شېبې په علمي موضوعاتو بحثونه پیل کړئ، له استاد سره بحث، له ټولګیوالو سره خبرې اترې. دا کار به مو په خلاق‌ ذهنو او ژور فکرو کسانو کې شمار کړي.
۸ – د هر استاد احترام وکړئ، خو دومره مه ور نږدې کېږئ چې خبره تر انډیوالۍ ورسېږي، اصلاً خو هېڅ ضرور نه ده چې له استاد یا ټولګیوال سره له اړتیا پرته خبرې وکړئ، بلکې چې مازې مو تش وخت پیدا کاوه، کتاب پرانیزئ او مطالعه کوئ، البته که کله مو پوهنتون خلاص کړ، بیا په لسو ورځو کې هم یو کوچنی کتاب نشئ لوستلی.
۹ – ادبیات په عموم کې د ژوند پېژندنه ده او دا ژوند یوه سخته ګنګسوونکې سیالي ده. پر دې اساس نو ادبیات ژوره مطالعه او پراخه لید غواړي. حوصله به نه بایلئ، که یوه ځای ته پکې رسېدل غواړئ.
۱۰ – په ادبیاتو کې یو بل څه هم ګډ دي، چې ژبپوهنه بلل کېږي. ژبپوهنه علم دی، ځینې مشخص رمزونه لري، خو کوښښ وکړئ چې دا رمزونه په لیکنه کې وپېژنئ او په عملي بڼه یې زده‌ کړئ، د تعریفونو زده کول یې پنځه سلنه هم ضروري نه دي.
بریالي اوسئ!
لیکنه: عصمت الله صالح

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button