ولې د الوتکې کړکۍ بيضوي يا دايروي شکله وي؟!

که مو هوايي سفر کړی وي، ارومرو مو ليدلي دي چې د هرې الوتکې کړکئ چې تاسې د باندې ترې ګورئ په دايروي يا بيضوي ډول جوړې شوې دي، خو ولې، ايا د ښکلا لپاره او که د حفاظت او ساتنې له امله دي.
بشر د الوتکې له جوړښت څخه تر ۱۹۵۰ زېږدي کال پورې مربع او مستطيل شکله کړکۍ الوتکو ته ورکولې خو په هغو الوتکو چې راغورځېدلې وي له څېړنې وروسته معلومه شوه چې تر ډېره ددې الوتکو د راغورځېدلو يو علت همدا د کړکيو مربع او مستطيل شکله ډيزاين او جوړښت هم و.
د الوتکو د کړکيو څلورضلعي کول ددې لامل کېدل چې دهوا فشار ونه شي زغملی او په مقابل کې يې ژر ژوبلې اوماتې شي.
خو برعکس د کړکيو څوکاټ که بيضوي يا دايروي وي د هوا د فشار په مقابل کې مقاومت لري او د ماتېدو خطر یې بېخي کم وي، او همدا منحني والی یې مرسته کوي چې په کړکۍ راغلی د هوا فشار خپل شاوخوا ته خپور کړي او پرځان یې کم کړي چې ډېر کم فشار په کړکۍ پاتې شي او همدارنګه په لوړه ارتفاع کې د الوتکې د باندې هوا رقيقه وي او بايد د الوتکې داخلي برخه د هوا سخت او ډېر فشار ومني او کنترول يې کړي نو دا لاملونه دي چې د الوتکې کړکۍ په دايروي يا بيضوي شکل وي.
بايد پوه شئ چې کله الوتکه په هوا کې خپلې لارې ته برابرېږي د الوتکې باندنی هوا، ټربو بيلانس او د ځمکې ګرېويټي (کشش) کمېږي ، هرڅومره چې د الوتکې ارتفاع لوړېږي د الوتکې د داخل (کېبين)د هوا فشار ډېرېږي او د باندې کمېږي چې د باندې او دننې فشار ترمنځ يو محسوس اختلاف پيدا کېږي او که لا ښه ورته متوجه شوي یئ په دې کړکيو کې يو کوچنی سوری هم وي چې د خارجي او داخلي فشار د کنترول او مديريت په موخه پکې رامنځ ته شوی دی.
نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button