کابل به په ۲۰۲۴ز کال کې د اسلامي هېوادونو فرهنګي پلازمېنه وي

عزم(سه شنبه، ۰۹، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال محمد رسول باوري وايي، په ۲۰۲۴ز کال کې به د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه د کابل ښار د چمتو کولو بهیر ګړندی شوی دی.

د باوري په خبره، په ۲۰۲۴ز کال کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه د کابل د نمانځلو د کمېسیون څلور غونډې شوي دي او ګڼې پرېکړې پکې هم شوي دي.

دی وايي، د دې لپاره یو کمېسیون هم جوړ شوی دی، چې د دغه تاریخي مناسبت د ښې نمانځې په موخه لازم چمتووالی ونیسي. «د کابل په فرهنګي حوزه کې فرهنګي، هنري، مطبوعاتي او ورزشي مجتمع، لرغونې ساحې، د لرغونپوهنې پارک او د کابل د ګرځندوى ساحې شاملې وي. په دغه حوزه کې د محمود خان د پله، د شيوه کيو د غرونولمنې، د نادر خان غونډۍ، د حشمت خان کور او د کابل بالاحصار شامل دي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې د چمتووالي په موخه یوه کړنلاره هم په پنځو فصلونو او ۲۴ مادونو کې چمتو شوې ده، چې د عملیاتي پلان، د لارې د نقشې او د اړتیا وړ بودیجې په اړه پکې بحثونه شوي دي.

غزني هم یو ځل د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه غوره شوی و، خو حکومت پکې یوازې څو ځایونه ورغول او پاتې بودیجه د چارواکو ترمنځ ووېشل شوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button