پرمختګ که شرم؟

عنایت الله خاموش
څه فکر کوئ، په دا ۱۹ کاله کې داسې کوم ارزښت پاتې شو چې د اشغالګرو د حامیانو او د ارګ د بلواکانو له لورې د نړیوالو سیکولرانو د خوښۍ او همدارنګه د پلیتو ګټو د تحفظ په لار کې مسخره او تر پښو لاندې نه کړل شو؟ په دا ۱۹ کاله کې د پرمختګ او حقوقو د تحفظ تر عنوان لاندې، ځوانان بې شملو او پېغلې بې پړونو نه شوې؟ ایا د جندر د برابري تر عنوان لاندې، ښځې د نارینه او نارینه د ښځو په فېشن او لباس کې را څرګند نه شول؟ ایا تر اوسه داسې کوم پرمختګ شوی، چې له کبله یې دې هم افغان ارزښتونه ساتل شوي وي او هم یې له مادي و معنوي فقر څخه ژغورلي یو؟
کابو شل کاله کېږي چې افغان خاوره اشغال شوي او په دې موده کې پرته له دې چې افغانانو دې خپل ارزښتونه او کلتور له لاسه نه وي ورکړی، بل یې هیڅ نه دي تر لاسه کړي. دلته د حقوق د خوندیتوب په پلمه، د خلکو حقیقي و معنوي حقوق پایمال او پردی فکر جاري شو. اوس مهال افغان ملت د کلتوري فقر په اوج کې قرار لري او زیاتې چارې د غربي مفکورې مطابق عیاري کړي.
موډلینګ د خپل کلتور او عنعناتو تمثیل ته وايي، چې په دې موخه نندارې ته وړاندي کېږي ترڅو هم خپل او هم پردي ترې اغېزمن شي او دېته وهڅول شي ترڅو په خپل کلتور وویاړي او ورڅخه لرې نشي. د یوه ملت د تمدن او تهذیب ښوونې او نندارې کولو ته موډلینګ وايي. خو له بده مرغه چې اوس مهال افغان نوی نسل په خپل کلتور شرمېږي او د پردي کلتور تمثیل ورته ویاړ ښکاري.
په کابل کې د تېرې ورځې د موډلینګ پروګرام، چې سخت ځورونکی او د خواشینۍ وړ دی، څرګندوي چې دلته ۲۰ کلن اشغال؛ د فحشاء، لغړتوب، بې دینۍ او… زهر شیندلي ول او اوس دا دی زرغونه شول. افغان کلتور په تحریف شوې بڼه نندارې ته وړاندې شو او د افغان ملت پر تڼډه یې د شرم یو غټ داغ ونښلاوه.
دغه کسان چې نن ورځ په خپل ملت کې د پردي کلتور تخم ښندي او په ډېر ویاړ سره د دې یادونه کوي، چې افغانستان لاسته راوړنې لري او باید دفاع ور څخه وشي؛ په اصل کې د افغان ملت دښمنان دي او د پرمختګ له نوم څخه په استفادې مو، نور هم شرموي. دوی ته د غربي فکر تقلید پرمختګ ښکاري او د همدې لپاره روزل شوي. دوی غواړي د څو پیسو په بدل کې نوی نسل لا ګمراه او په بدو لارو روان کړي.
نو سړی ویلای شي چې دلته د پرمختګ تر شعار لاندې، دا ۱۹ کاله د بربنډتوب، فحشاء، ارزښتونو د خرڅلاو او … معامله روانه ده. د خلکو اذهان په داسې یو لوري سوق کېږي چې په حقیقت کې زموږ لپاره ستر زیان دی او څو د پردي فکر خاوندان د ملت غولونې په موخه د پرمختګ او لاسته راوړنو شعارونه بدرګه کوي او بس؛ نو په حقیقت کې د ملت شرمونې کار شروع دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button