طالبانو په هلمند کې د یوه قومندان په ګډون اته پولیس ژوندي نیولي

عزم(چهارشنبه، ۱۰، مرغومی ۱۳۹۹): طالبانو د هلمند د نهراج په یخچال سیمه کې د یوه قومندان په ګډون اته پولیس ژوندي نیولي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، یاد پولیس یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له اسنادو سره نیولي دي.

په نیول شوو پولیسو کې نعمت الله د محمد زوی، عصمت الله د جانان زوی، مسعود د حضرت محمد زوی، شاه سوار د خدایداد زوی، احمد د کمال اکا زوی اختر محمد د توریالي زوی، شېرګل د سردار محمد زوی او جمعه خان د عبدالباقي زوی دي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون د هېواد په ګوټ ګوټ کې هغه عسکر نازوي، چې په خپله خوښه دنده پرې ږدي او ورته تسلیم شي او هغه عسکر هم بېرته خوشې کوي، چې د جګړې پر مهال له جګړې کولو لاس واخلي.

طالبانو په روان کال کې هم له زرو تنو پورته هغه عسکر بېرته خوشې کړل، چې د جګړې پر مهال یې ژوندي نیولي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button