یمن: د عدن په هوایي ډګر کې درنې چاودنې او نښتې شوې

عزم(چهار شنبه،۱۰مرغومی ۱۳۹۹): رویترز آژانس خبر ورکړی چې د یمن په جنوب کې د عدن ښار په هوایي ډګر کې د درنو چاودنو او نښتو غږونه اوریدل شوي دي.
اسکای نیوز ویلي، چاودنې وروسته له هغه شوې کله چې د ولسمشر منصور هادي د کابینې وزیران په یاد هوایي ډګر کې له الوتکې ښکته شول.
یمني چارواکي وایي چې د لومړنیو راپورونو له مخې، دغه پیښه کې ۵تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي، خو د کابینې غړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
رویټرز وایي، له درنو چاودنو وروسته د درنو او سپکو وسلو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د ولسمشر منصور هادي د کابینې یوه غړي ویلي چې چاودنې د حوثي یاغیانو کار دی او په دغه برید کې مستقیما هغوی لاس لري، خو یادو ملیشو په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ایران فارس آژانس بیا وایي جې، ښایي دا چاودنې د متحده عرب اماراتو او سعودي ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلتیا له امله د اماراتو لخوا ترسره شوې وي، ترڅو په دې توګه دغه هیواد کې خپل نظامي شتون وغځوي.
د شنبې په ورځ د ولسمشر منصور هادي کابینې په سعودي عربستان کې د وفادارۍ لوړه وکړه او ویې ویل چې دوی به د عملیاتو د تکمیل، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د وسلو راټولنې لپاره مسؤلانه ګامونه ګدي.
دوی په عدن ښار کې د متحده اماراتو د نظامي مرکز «المجلس الانتقالی الجنوبی» د تخلیې غوښتنه هم وکړه.
ولسمشر منصور هادي د سعودي له ملاتړ برخمن دی او دا مهال په ریاض کې اوسیږي، خو حوثي یاغیان او نورې ډلې ټپلې یې نه مني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button