د پکتیا ښوونکي: که مو تنخواوې لوړې نه شي؛ نور زدکوونکو ته تدریس نه کوو

عزم(چهار شنبه،۱۰مرغومی ۱۳۹۹): د پکتیا ښوونکي وایي چې نور د چارواکو پر تکراري ژمنو بې باوره شوي او غوښتنه یې داده چې عملاً دې ددوی د معاشاتو ستونزه حل شي.

په همدې موخه نن ورځ د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز او احمداباولسوالي لسګونو ښوونکو په یاده ولسوالۍ کې لاریون ترسره کړ او له مرکزي حکومت یې په دې برخه کې د عملي ګامونو د اخیستو غوښتنه وکړه.

دوی خبرداری ورکړ چې، که یې دولت داځل هم غږ وانه وریده نور به زده کوونکو ته تدريس ورنکړي

ښوونکو وویل چې په اوسنۍ تنخوا یې آن د ژوند لومړنۍ اړتياوې هم نه پوره کيږي او له دې امله نشي کولی زده کوونکو ته په ښه ډول تدريس وکړي.

دوی زیاته کړه چې د ځینو ادارو د همدې بست کارکوونکو معاشونه د دوی تر معاشونو نه یوازې لوړ دي، بلکې اضافه کاري هم تر لاسه کوي.

 

د پکتيا د ښوونکو منتخبه شورا هم دا ستونزې مني او زیاتوي چې نه يوازې معاشونه یې ندي لوړ شوي، بلکې د اشرف غني لخوا د ځمکې د ورکولو وعده لا هم د کاغذ پرمخ پاتې ده
د پکتیا ښوونکي داسې مهال خپل غږ پورته کوي چې تازه د ارګ لخوا پارلمان ته د ۱۴۰۰لمریز کال لیږل بودیجه د وکیلانو لخوا له دې امله رد شوه چې ګواکې ځینو کوډونو ته په لسګونه میلیارده افغانۍ د نامالومو موخو لپاره ځانګړې شوې وې.
وکیلان وایي په یوه طرحه یې کار پیل کړی چې له مخې یې د ټیټو بستونو د کارمندانو تنخواوې هم لوړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: