معصوم ستانکزی: راتلونکي دور مذاکراتو کې به د جګړو پر کموالي او نظام، له طالبانو سره غږیږو

عزم(چهار شنبه،۱۰مرغومی ۱۳۹۹): نن د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د بنسټ لخوا په یوه ناسته کې د کابل د مذاکراتي ټیم غړو د مذاکراتو په راتلونکي پړاو څرګندونې وکړې او د خپل لوري دریځ یې توضیح کړ.
د کابل د مرکچي ټیم مشر معصوم ستانکزي وویل، راتلونکو مذاکراتو کې د جګړو د کموالي موضوع او دا چې له خپل “جمهوري” نظام دفاع وکړي، ددوی موخه ده.
نوموړي زیاته کړه چې دوی ته د امنیت بحث لومړیتوب لري، خلک او لویې لارې باید په امن شي او په وینا یې چې «باید کليوالې سیمې غیر نظامي شي او طالبان عادي ژوند ته وګرځي تر څو تفاهم ته نږدې شو»
نوموړي نیوکه وکړه چې لا هم د مصالحې شورا تشکیلات نه دي بشپړ شوي او باید دا شورا عملا منسجمه او چارې پرمخ یوسي.
د مذاکراتي ټیم یوه بل غړي، محمد ناطقي بیا وویل چې مونږ په مذاکراتو کې له یواځنۍ موضوع چې دفاع کوو، هغه د جمهوریت ساتنه ده.
د مذاکراتي ټیم بل غړي غلام فاروق مجروح بیا زیاته کړه چې همدا اوس هم مذاکرات د دواړو لوریو په مالکیت روان دي او هیڅ بهرنی هیواد په کې ګډون نه لري.

ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو شپږو ورځو پورې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې پیل شي چې په ترڅ کې به یې اجنډا انتخاب او پرمشخصه موضوع به خبرې دوام وکړي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button