د ولسي جرګې غړی: د ډنډ پټان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

کابل(عزم:دوشنبه،۱۱ لړم،۹۴ ل) وروسته له هغې چې د پکتيا ولايت چارواکو په دغه ولايت کې د تېرې ورځې راهيسې د طالبانو د بريدونو د زياتېدو خبر ورکړ په ولسي جرګه کې د پکتيا ولايت استازی جمعه دين ګيانوال وايي چې دپکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده.
نوموړي وويل چې د دولت کارکوونکي سيمې ته د طالبانو له ډاره نه شي تلای او نه هم پوليس او ملي اردو د ځمکې له لارې دغې ولسوالۍ ته سفر کولای شي.
د پکتيا د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان جنرال عبدالبصير خپلواک وايي چې طالبانو له پرون سهار راهيسې د سرحدي پوليسو په پوستو د بريدونو سره سم دغه جګړه پېل شوې چې تر اوسه روانه ده.
جنرال خپلواک نن له غرمې وروسته خبريالانو ته وويل چې په دغه جګړه کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان دي خو د طالبانو د تلفاتو په اړه يې کره مالومات په لاس کې نه درلودل.
بل لور ته د پکتيکا امنيتي مسؤلين وايي چې په ددغه ولايت په وازي خوا ولسوالۍ کې هم په افغان سرتېرو د طالبانو بريدونه روان دي خو د تلفاتو په اړه يې مالوما ت نه درلودل.
د يادونې وړ ده چې د پکتيکا ولايت د برمل،ګومل،تروې ،وړممۍ، او ډېله ولسوالۍ هم د سيمې د اوسېدونکو په وينا د طالبانو د پرله پسې برېدونو لاندې دې او نږدې ده چې د طالبانو لاسونو ته ولويږي.
طالبانو تر دې مهاله د ډنډ پټان ولسوالۍ په اړه څه نه دي ويلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button