اذربایجان په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

عزم(پنجشنبه، ۱۱، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اذربایجان ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اذربایجان پارلمان په کابل کې د یوه سفارت د پرانیستلو مسوده تصویب کړې ده.

په خبرپاڼه کې د اذربایجان د پارلمان د پرېکړې هرکلی شوی او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به د سفارت په پرانیستل کېدو سره نوی باب پرانیستل شي.

افغانستان او اذربایجان تراوسه د سفارت په کچه اړیکې نه لرلې، خو د دواړو حکومتونو ترمنځ اړیکې وې او په خپلو کې یې د همکارۍ ۱۴ سندونه هم لرل.

روانه اوونۍ د اذربایجان ولسمشر الهام علي یوف له خپل پارلمان غوښتي وو، چې په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستو مسوده تصویب کړي.

تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د اذربایجان پلازمېنې باکو ته تللی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په تېره جګړه کې افغان حکومت د اذربایجان ملاتړ کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: