میدان وردګو کې ۲۵تنه ځانګړي ځواکونه وژل شوي

عزم(پنجشنبه،۱۱مرغومی ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د “مرګ” په نامه د ځانګړو ضربتي ملیشو ګڼ شمیر عسکر وژل شوي دي.
د دغه ولایت د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وایي، چې دده د مالوماتو له مخې یادو ځواکونو ته دا تلفات د ټونس موټربم د چاودنې له امله ور اوښتي دي.

خو پژواک آژانس د یادو ځواکونو د قول اردو د يوې سرچينې له قوله ویلي، چې دوی ته د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ماین د چاودنو له امله تلفات رسیدلي دي.
یادې سرچینې ویلي: «د عملياتو پر مهال زموږ پر کارګو زرهي واسطې د ماين چادونه شوې چې درې سرتېري په کې وژل شوي دي.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې تیره شپه یې د میدان وردګو ولایت مرکز او جلریز ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي قوه بریدونه کړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په عملیاتو کې د۳ قومندانانو(شاکر اندرابی، عبدالجبار او یو بل قومندان) په ګډون ۲۵ تنه کمانډوعسکر وژل شوي او۱۰ تنه نور ژوبلیدلي دي.
مجاهد په پیښه کې د ۵ ټانګونو د لمنځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

طالبان داسې مهال افغان ځواکونو ته دا تلفات اړوي چې په دې وروستیو کې یوځل بیا دولت پلوه ځواکونو پر طالبانو د او ملکي وګړو د بریدو څپه پراخه کړې او د کابل حکومت چارواکي هره ورځ په لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: