د سعادت او نېکمرغۍ اسباب «لومړۍ برخه»

لیکوال: مولوي عصمت الله عزام
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد:
د زړه راحت او خوشحالي او همدا راز د غمونو او پرېشانيو ختمېدل سعادت او نېکمرغي ده او هر څوک غواړي چې زه دي نېکمرغه شم او د حاصلولو لپاره ئې هلي ځلي  کوي.
د دې لپاره يې بېلا بېلي لاري غوره کړې دي: څوک نېکمرغي په رياست،مشرۍ اوسردارۍ کې لټوي، څوک يې په مالدارۍ او مال سره لټوي،څوک ئې په لوبو او عبثو کارو کې   لټوي،  همدا راز نوري ګڼي لاري دي.
په دغوکسانوکي هريوه ته که وويل شي چې څه شی لټوې ؟ او څه غواړې ؟ هغه به ووايي: زه نېکمرغي لټوم،  راحت او آرام غواړم،  د غمونو ختمېدل غواړم، له غمونو او کړاوونو لري کېدل غواړم!!
نو هدف د ټولو يو دی او هغه د سعادت او نېکمرغۍ لټول دي خو فکرونه او عقلونه فرق سره لري،هر څوک يې په هغي لاري کې   لټوي کومه چې ده ته د سعادت او نېکمرغۍ لار معلومېږي.
له دې امله ډېر ځله ځيني خلګ خپله نېکمرغي په داسي څه کې   لټوي چې په هغه کې   د ده بدمرغي او په دُنيا او آخرت کې    بربادي وي.
الله تعالی پر خپلو بندګانو دا احسان کړی دی چې دوی ته يې د سعادت او نېکمرغۍ اسباب په خپل مبارک کتاب کې   بيان کړي او همدا راز رسول الله – صلی الله عليه وسلم – هم په خپلو احاديثو کې   په ډېره ښه طريقه بيان کړي دي.
څوک چې دغه اسباب عملي کړي نو ان شاء الله – تعالی – هغه به سعيد او نېکمرغه شي او له هر ډول خطره به محفوظ شي.
ځيني يې دلته موږ ان شاء الله تعالی په اختصار سره ليکو:
۱: ايمان.
۲: نېک عمل.
الله تعالی فرمايلي دي:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ [النحل:٩٧]،
ژباړه: چا چې نېک عمل وکړ، که نارينه وي او که ښځينه خو چې مؤمن وي، نو حتمًا به ښه ژوند ور باندي تېر کړو او په آخرت کې   د هغو ښو عملونو چې دوی به کول، لا ښه بدله ور کړو!!
همدا راز الله تعالی فرمايلي دي: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلا  [الكهف:١٠٧]،
ژباړه: يقينًا هغو کسانو چې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي، د هغوی لپاره به د فردوس باغونه مېلمستيا وي!!
له دې آيتونو معلومه شوه چې د ايمان او ښه عمل له امله د دُنيا او آخرت نېکمرغۍ تر لاسه کېږي.
ايمان د سعادت او نېکمرغۍ اساس دی، کله چې ايمان په چا کې   وي، هغه کس نېکمرغه دی، که څه هم نور اسباب د نېکمرغۍ په هغه کې   نه وي.
کله چې ايمان او نېک عمل په چا کې   نه وي، هغه نېکمرغه نه دی، که څه هم نور ټول د نېکمرغۍ اسباب پکې وي.
ځکه ايمان اساس او بنسټ دی او له اساس او بُنياد پرته ابادي نه شي درېدلی.
کله چې بُنياد موجود شي، بيا نور منزلونه ور باندي جوړېدلی شي، که بُنياد نه وي، نو نور منزلونه خو په هوا کې   نه شي درېدلی. ( نور بيا …)
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button