ارګ عطا نور ته: د لوړ رتبه مقاماتو ټاکل د غني صلاحیت دی، په دې اړه غور ته اړتیا نشته

عزم (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۹): ارګ د عطا نور خبرو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د لوړ رتبه مقاماتو ټاکل او لیرې کول د اشرف غني صلاحیت دی، په دې اړه غور ته اړتیا نشته.

د ارګ په ټویټرپاڼه لیکل شوي، ”د اساسي قانون د څلورشپېتمې مادې د یوولسمې فقرې پر اساس، د لوړ رتبه دولتي مقاماتو ټاکل او عزلول د ولسمشر صلاحیت دی“.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزیر، احمد جواد عثماني، د ولسمشر اشرف غني د حکم پر اساس له دندې ګوښه شوی او ”په دې اړه حاشیوي بحثونو او بیاکتنې ته اړتیا نشته.“

ارګ ویلي ‌‌‌‌‌‌چې ډېر ژر به د عامې روغتیا وزرات نوی سرپرست معرفي شي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ریاست د مرغومي په ۱۱مه (۳۱ دسمبر) د عامې روغتیا د مخکیني سرپرست وزیر، احمد جواد عثماني ته، په یوه مکتوب کې د هغه د استعفا د منظورېدو خبر ورکړ او ورته لیکل شوي و چې اشرف غني یې استعفا منلې او له دندې ګوښه شوی. وروسته عثماني په یوه ویډیو کې وویل چې ارګ استعفا ترې غوښتې وه خو سره له دې چې ده ورکړې نه ده، استعفا یې اشرف غني منظوره کړې ده.

نوموړي ته په لېږل شوي مکتوب کې لیکل شوي وو، ”د وزیر صاحب استعفا منظوره ده، او هر مدیر چې تر نظارت لاندې یې پراخ فساد واقع شي مسؤل دی چې د ابهام د وجود په صورت کې خپل ځان معزول وګڼي“.

د ښاغلي عثماني د استعفا تر منظورۍ وړاندې، د مرغومې د اتمې په ماښام، د هغه څلور خپلوان چې په روغتیا وزارت کې یې دنده درلوده د فساد په تور د ملي امنیت په مرسته لویې څارنوالۍ ونیول.

د عامې روغتیا د وزیر د عزل له راپورونو خپرېدو وروسته، د بلخ مخکیني والي، عطا محمد نور، توند غبرګون ښکاره کړ او دا یې ”له قومي تعصب ډکه، عجولانه، توهین امیزه او دیکتاتورانه پرېکړه“ وبلله.

جواد عثماني د هغې معاملې له مخې کابینې ته ورمعرفي شوی و چې ارګ له عطا نور سره د بلخ ولایت د پرېښودو په بدل کې کړې وه.

له دندې د احمد جواد عثماني تر لیرې کولو وروسته اشرف غني، د عامې روغتیا وزارت ته ولاړ او ویې ویل چې نوی سرپرست به ”سیاستوال نه وي“. غني همدا راز وویل چې د هغه له لاسلیک پرته به نور په یاد وزارت کې هیڅ ګومارنه د قبول وړ نه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button