په هېواد کې تازه ۱۲۰تنه نور هم په کرونا ککړ شوي

عزم(شنبه، ۱۳، مرغومی ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې ۱۲۳۰کسانو مشکوک معاینات ترسره کړي دي، چې ۱۲۰ تنه یې مثبت وو او د پاتې معایناتو پایلې منفي وو.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۱تنه له کرونا مړه شوي دي او ۱۱۶تنه بیا له کرونا رغېدلي دي.

اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۵۲،۷۰۹ تنه په کرونا ککړ شوي، چې ۲،۲۲۱تنه ترې مړه شوي، خو ۴۲،۲۹۱تنه ترې بیا رغېدلي دي او ۸،۱۹۷تنه لا هم له کرونا کړېږي.

په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې داسې مهال ډېرې شوې، چې اوس د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د کرونا دویم ډول هم خپور شوی دی، چې تر پاکستان او هندوستان هم رارسېدلی دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د عامې روغتیا پخوانی وزیر احمد جواد عثماني د اشرف غني له لوري له دندې ګوښه شو، خو تراوسه دغه وزارت ته بل کس نه دی نوماند شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: