د کاپیسا ولایت د علماء شورا د رئیس په موټر چاودنه شوې

عزم(یکشنبه، ۱۴ مرغومی): د کاپیسا ولایت څخه سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د یاد ولایت د علماء شورا د رئیس په موټر چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې د رئیس په شمول ۵ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش رسنیو ته ویلي چې نن له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز اړوند په صیاد سیمه کې د میرویس رحیمي په موټر چاودنه شوې چې نوموړی پکې ټپي شوی او څو تنو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي ویلي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د علماء شورا رئیس میرویس کریمي موټر له سیمې د تیریدو په حال کې وو.
هغه ویلي چاودنه کې د میرویس د ساتونکو په شمول ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي چې خپله کریمي هم په ټپیانو کې شامل دی.

د یادونې وړ دی چې په دې وروستیو کې د کابل سربیره په پروان او کاپیسا ولایتونو کې هم د هدفي وژنو او ترورونو لړۍ تیزه شوې چې څه موده وړاندې یوه مدني فعاله فرشته کوهستاني او ورور یې هم د یوه برید په ترڅ کې و وژل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: