لوګر مرکز کې د شینګ په نوم ستر بیس څخه بهرني ځواکونه وتلي

عزم(دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹): د لوګر ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې له سترې امریکایي اډې څخه بهرني ځواکونه په مکمله توګه وتلي او دغه اډه یې افغان ځواکونو ته پریښې ده.

ویل شوي په دې وروستیو کې په یاده اډه کې ۳۰۰ بهرنیان اوسیدل، خو په لومړیو کلونو کې بیا په یاده اډه کې ۱۸زره بهرنیان اوسیدل چې په هیواد کې دا له سترو اډو څخه شمیرل کېده.

یاده قرارګاه چې اته کیلومیتره اوږدوالۍ او درې کیلومیتره پلنوالی لري له ۲۰۰۶ کال څخه بیا تر ۲۰۱۴کال پورې څه کم شل زره امریکایان میشت ول.

ویل کیږي له ۲۰۱۴ وروسته هم په شنګ اډه کې ۶۰۰ امریکایي سرتیري میشت ول، خو له طالبانو سره له توافق وروسته درې سوه پاته شول، خو اوس هغه هم وتلي دي.

لوګر کې د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان سید یاسین سداد ویلي چې مونږ اوس هم ورسره په اړیکه کې یو که ضرورت وو له کابل هم مونږ سره هوایي مرسته کوي او مونږ ته یې اطمینان راکړی.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا او طالبانو د تړون په اساس باید ټول بهرنیان د روان کال تر می میاشتې پورې له افغانستان څخه و وځي او په راتلونکي کې به د افغانستان له خاورې امریکا ته زیان نه رسیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button