کورنیو چارو وزیر: بې کفایته مسئولین له باکفایتو څخه جلا کوم

عزم(چهارشنبه، ۱۷ مرغومی ۱۳۹۹): د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له مرستیالانو او نورو رئیسانو سره له فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو راوستلو اړوند ناسته درلوده.

خبرپاڼه کې راغلي چې اندرابي مسئولینو ته ویلي: زما لپاره د امنیت سربیره د وژل شویو پولیسو او معلولینو کورنیو سره مرسته اولیت لري.

هغه ویلي چې که ستر وي که ووړ هر څوک چې فساد سره مبارزې کې غفلت وکړي له دندې به لرې کیږي او هیڅ حوک په دې اړه نه پریښودل کیږي.

نوموړی داسې مهال وایي چې بې کفایته مسئولین لرې کوم، چې تر دې وړاندې هم داسې ویل شوي وو، خو وروسته په دې اړه هیڅ اقدام ونه شو، لا هم نه په اداري فساد کې کموالی راغلی او نه هم د امنیت برخه کې کوم سمون رامنځته شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button