کندز مرکز کې یو بیس سقوط کړی، ۷ سرتیری وژل شوي ۹ نور طالبانو ژوندي نیولي

عزم(پنجشنبه، ۱۸ مرغومی ۱۳۹۹): له کندز ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې د دغه ولایت مرکز اړوند چرخاب سیمه کې د ملي اردو یو بیز سقوط کړی.

شمشاد د عیني شاهدانو له قوله ویلي، بیز سقوط کړی، بکې میشت شپږ سر تیري وژل شوي او ۹ نور د طالبانو له لوري ژوندي نیول شوي دي.

سرچینې وایي چې په دغه برید کې دوه ټانکونه هم له منځه وړل شوي او ګڼ شمیر مهمات طالبانو له ځان سره وړي دي.‏‎

طالبانو د برید مسئولیت منلی، ویاند یې ویلي چې هغه پوسته یې له منځه وړې چې د ولسي خلکو د ځور سبب وه، پکې میشت ۷ عسکر یې وژلي او د ۲ قومندانانو(امان او مجید)په ګډون یې ۹ نور ژوندي نیولي.

طالب ویاند ویلي چې پر هغه عسکرو یې هم برید کړی چې سیمې ته د کومک لپاره روان و، ۲ تانګونه یې تخریب شوي او ګڼو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: