قطر د سعودي له هوایي حریم الوتنې پیل کړې؛ اماراتو هم د لارې پرانیستو ژمنه کړې

عزم(جمعه،۱۹مرغومی ۱۳۹۹): د قطر رسنۍ وایي چې د هیواد الوتکو یې د ۲۰۱۷م کال تر محاصرې وروسته د لومړي ځل لپاره د سعودي له هوایي کرښو الوتنې کړې دي.
قطر ویلي، لومړۍ الوتنه یې تیر ماخوستن مهال د سوداګریزو موخو لپاره “ژوهانسبورگ” ته د سعودي پر هوایي قلمرو ترسره کړې ده.
بل لور ته سعودي ویلي چې له قطر سره یې د “سلوا” ځمکنۍ لار هم پرانیستلې او د دواړو لوریو وګړي کولای شي، تګ راتګ پرې وکړي.
بلخوا قطر ویلي چې له سعودي او نورو عرب ملګرو سره یې د اړیکو نرمیدل په دې مانا ندي، چې ګواکې دوحه به له ایران، ترکیې او نورو هیوادونو سره چې ریاض ورسره ښې اړیکې نه لري، خپل روابط خراب کړي.
آخوا د متحده عرب اماراتو ددولت سلاکار «انور قرقاش» خبر ورکړی چې تر راتلونکې یوې اونۍ به له قطر سره د تګ راتګ او سوداګریزو موخو لپاره خپل هوایي قلمرو پرانیزي.
د تیرې یکشنبې پر ورځ د سعودي په العلا سیمه کې د خلیج هیوادونو په غونډه کې د سعودي په مشري څلورو عرب هیوادونو اعلان وکړ، چې له قطر سره خپلې څلور کلنې ترینګلې اړیکې بیا له سره پیل کړي.
دا توافق د کویټ په هڅو او د امریکا په غوښتنه او منځګړتوب ترسره شو.

د سعودي عرب په مشري هیوادونو “مصر، اماراتو او بحرین” قطر ته د اړیکو د ښه کیدو لپاره ۱۳شرایط ایښي وه چې مهم یې له ایران او اخوان المسلمین سره د اړیکو پریکون او په قطر کې د الجزیره شبکې او ترکیې د پوځي اډې تړل وه، خو قطر د هیڅ شرط منلو ته غاړه نه ده ایښې.

تیرو کلونو کې د سعوړي لخوا بندیزونه تر دې کچې سخت وه چې قطري وګړي له حج او عمرې منع شول، د قطریانو اوښان او نور توکي سعودي ونیول او قطري وګړي د سعودي تور لیست ته داخل شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button