الله تعالی ته په مطلق رجوع کولو سره؛ د کلونو ګناهونه بښل کبږي

امام اسمعیل حقي رحمه الله په خپل تفسیر روح البیان کي د بني اسرائیلو د یوه ځوان کیسه را نقلوي او وایي چي په بني اسرائیلو کي یو ځوان د رب تعالی شل کاله عبادت وکی ، بیا یي شل کاله ګناهونه وکړه ، یوه ورځ یي په هینداره کي وکتل په خپل ږیره کي سپین تارونه ولیدل ، پر خپل شل کلنۍ ګناهونو پښیمانه سو نو د ځان سره یي وویل ( يا رب أطعتك عشرين سنة ، ثم عصيتك عشرين سنة ، فإن رجعت إليك أتقبلني؟) يا ربه شل كاله مي ستا عبادت وكی ، شل کاله مي ستا نافرماني وکړه ، که أوس بیرته در وګرځم اطاعت دي شروع کړم قبلوې مي؟
یو غیبي ږغ ورباندي وسو (أطعتنا فأحببناك ، وعصيتنا فأمهلناك ، فإن رجعتنا قبلناك) اطاعت دي راڅخه وکړ محبت مي درسره وکړ ، نافرماني دي وکړه مهلت مي درکړ ، که بیرته موږ ته رجوع وکړي قبلوو دي.

ما أرحمك يا رب…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button