سیاسي احزاب، کابل حکومت ته: که هر ډول برید راباندې وشو، مسؤل یاست

عزم(شنبه،۲۰ مرغومی ۱۳۹۹): د یو شمیر سیاسی ګوندونو مشرانو او د جمهوري ریاست پخوانیو لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې که پر دوی هر ډول حمله وشوه، مسؤلیت یې د حکومت پر غاړه دی..
یاد خبرداری د حکومت رهبري ته په یوه لیک کې ورکړل شوی او ویل شوي دي چې داسې خبرتیا یې ترلاسه کړې چې ګواکې حکومت یې د “رجال برجسته” لخوا د ورکړل شویو ساتونکو شمیر کموي، چې په وینا یې دا یو تبعیضي او ناسنجول شوی تصمیم دی، ځکه له دې پریکړې د واکمن “دولت ساز” ټیم مستثناء شوی دی.
سیاسي مشرانو ویلي چې دولت یې په ساتنه مکلف دی او که د ساتونکو د کمبود پریکړه یې عملي شي او ددوی ساتنې ته پاملرنه ونه شي، نو پر دوی د هرډول حملې مسؤلیت به د ارګ پرغاړه وي.
دوی دغه راز ویلي، هغه مهال چې وضعیت عادي شي او د بریدونو خطر لمنځه ولاړ شي، نو بیا د ساتونکو کمیدلو ته اولویت ورکوي.
پر دغه لیک مارشال عبدالرشید دوستم، محمدکریم خلیلي، محمد محقق، صلاحالدین رباني، احمدضیا مسعود، سیدحامد گیلاني، محمدیونس قانوني او ذبیحالله مجددي لاسلیکونه کړي، خو د سیاف او حکمتیار لخوا بیا نه دی لاسلیک شوی.
که څه هم دا لیک د لیندۍ”قوس” پر ۴مه نیټه د حکومت رهبري ته استول شوی، خو اوس چې د سیاسي او مدني فعالانو د ترور پیښې زیاتې شوې، په ناڅاپي توګه رسنیو ته راوتلی دی.
طالبان وایي چې د وروستیو مرموزو وژنو عاملین واکمنې استخباراتي کړۍ دي چې د خپلو مرموزو موخو لپاره دا ډول بریدونه ترسره کوي، خو دولت بیا د دې پیښو پړه پر طالبانو ور اړوي