طالبان:د کابل ادارې پر اکمالاتي برخه سربیره؛ مهم پوځي اجراآت هم د ‘اشغالګرو’ په کنترول کې دي

عزم(سه شنبه،۲۳ مرغومی ۱۳۹۹):
طالبانو په خپله اوونیزه تبصره کې د بلخ ولایت د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تالار کې هغو مراسمو ته کتنه کړې، چې په ترڅ کې یې دیادې قول اردو لپاره د نوي قوماندان د انتخاب په مراسمو کې د یو شمیر ټیټ پوړو افغان چارواکو په ګډون په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال “سکاټ میلر” هم برخه اخیستې وه او یاد قوماندان “غلام مصطفا وردګ” د افغان چارواکو ترڅنګ د امریکایي جنرال لخوا معرفي شو.

طالبانو په دغو مراسمو کې د لوړپوړو افغان چارواکو نشتون او د امریکایي قوماندان ګډون د هیواد په خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا تیری بللی او زیاته کړې یې ده چې « امریکایي اړخ چې باید د اشغال د پای ته رسولو په لړ کې یې د پوځي ځواکونو د کمښت غوندې خپل پوځي عملیات، بمبارونه او د سکاټ میلر د ناموجهو اجراآتو په شان اشغالګرانه کړنې پای ته رسولې وای، لا هم په دې برخه کې د پخوا په شان فعال دي چې دغسې کړنې یې زموږ د ویاړمن هیواد استقلال او ځمکني تمامیت ته بې احترامي ګڼل کیدای شي»

طالبانو دغه راز ویلي، چې د امریکایي جنرال “میلر” لخوا په افغانستان کې د داسې مهمو مراسمو اجراء کول د “کابل رژیم” هغه خبره بې اساسه ثابتوي، چې په خپلو تبلیغاتو کې د خپلواکۍ او له امریکایي اغیز څخه دخلاصون دعوه کوي او بیا په همدې بنیاد د بهرنیوځواکونو پر ضد د پیل شوې مبارزې او ولسي مقاومت مشروعیت نقدوي.«کله چې د اشغالګرو مشر جنرال د دفاع وزیر په رول کې د لوړپوړو پوځي چارواکو د عزل او نصب په کچه اجراآت کوي، معنی یې دا ده چې د اشرف غني اداره لکه څنګه چې په اکمالاتي او تمویلي برخه کې تر بهرنیو اړخونو تړلې ده، همداسې یې مهم امنیتي او پوځي اجراآت هم د اشغالګرو په کنترول کې دي او هغوی چې څه وغواړي هماغه ترسره کوي»

سرمقاله کې له هیوادوالو او سوله خوښي ولس څخه غوښتنه شوې چې د تبلیغاتي هیاهوی پر ځای باید جاري وضعیت او څرګندو واقعیتونو ته نظر وکړي.

طالبان وایي چې د میلر لخوا په داسې مراسمو کې شرکت دا په ډاګه کوي، چې د پخوا په نسبت حالت هیڅ تغیر نه دی موندلی، «لا هم هماغه اشغال او هماغه اشغالګر دي»
سرمقاله کې د اشرف غني د وړمې ورځې اعترافي څرګندونو ته هم اشاره شوې چې ویلي یې وه” افغان دولتي ځواکونه د امریکا د ساتنې لپاره د جګړې په لومړي خط کې قر ار لري ” او زیاته کړې یې ده چې داسې ښکاري چې لا هم ټولې ملکي او پوځي چارې د د بهرنیانو “اشغالګرو” په کنترول کې دي.

د یادونې وړ ده چې میلر په دغه سفر کې له جنرال نظام الدین قیصاري سره هم وکتل؛په داسې حال کې چې تیر کال یې پر کور د ځانګړو ځواکونو لخوا خونړي مرګوني عملیات تر سره او نوموړی ترې په مرموزه توګه ژوندی ووت.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button