د جام څلی د غورځېدو له ګواښ سره مخامخ دی

عزم(چهارشنبه، ۲۴، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراثونو د ساتنې ادارې«یونسکو» په تېرو دوو کلونو کې د جام څلي د ټینګښت په برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او دغه څلی هم په ښه وضعیت کې نه دی.

د یاد وزارت چارسمبالی وزیر محمد طاهر زهیر وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له یونسکو غواړي د جام څلي د ټینګښت په برخه کې عملي اقدام وکړي.

دی وايي، د جام د څلي د رغونې د پروژې کار دې د راتلونکي کال په پسرلي کې پیل شي؛ ګنې دغه څلی د غورځېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د زهیر په خبره، که په راتلونکو دوه ـ درېیو میاشتو کې دغه څلي ته پام ونه شي، دغه تاریخي څلی له منځه ځي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، یونسکو ته یې د ۱۲تاریخي پروژو د رغونې وړاندیز کړی، خو دا چې څه وخت به یې کار پیل شي لا هم معلومه نه ده.

د هېواد په ګڼو سیمو کې ګڼ شمېر تاریخي ځایونه د شوروي یرغل، کورنیو جګړو او د امریکايي یرغل پر مهال زیانمن شوي او ځینې یې بېخي له منځه تللي دي، خو حکومت پاتې تاریخي ځایونو ته هېڅ پام نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button