ولسي جرګه: ددولتي مامورینو لپاره د تنخواوو برابري ‘مساوات’ مو سره کرښه ده

عزم(چهارشنبه،۲۴ مرغومی ۱۳۹۹): د مالیې وزارت لخوا په بودیجه کې د ځینو تغییراتو تر راوستل کیدو وروسته دولسي جرګې رئیس “میر رحمان رحماني” نن د جرګې په عمومي غونډه کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ټیټ پوړو مامورینو د تنخواوو لوړالی او د جګپوړو او ښکته رتبې دچارواکو د معاشاتو یو رنګ والی ورته سره کرښه ده.

نوموړي وویل، تر هغو چې حکومت د ښوونکو، د شهیدانو د کورنیو، عسکرو، متقاعدینو او اجیرانو په معاشاتو کې بدلون رانه وړي، دوی به د ۱۴۰۰کال بودیجه تصویب نکړي.
نوموړي وویل، دوی کومه شخصي پروژه نه ده وړاندې کړې، بلکې یواځې یې د معاشاتو یو رنګوالی او د مهمو پروژو د زیاتوالي غوښتی چې د ځانګړو کودونو له لارې به اجرا کیږي.
بلخوا بیا د مالیې وزارت وایي چې د قانون پر بنسټ د هر ډول مالي طرحې جوړول د حکومت کار دی او ولسي جرګه نه شي کولی چې مالي طرحه جوړه او بیا ورته رایه ورکړي

بل لور ته د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي چارو کمېسیون څخه ترلاسه شوي معلومات د دې ښودنه کوي چې په ۱۳۹۶، ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸کلونو کې د ۹۱ کوډ څخه له تصویب شوې بودیجې کابو پنځه مېلیارده زیاتې افغانۍ لګول شوي دي.

دغه معلومات د دې ښودنه کوي چې په ۱۳۹۶ مالي کال کې یو مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه د ۹۱ کوډ په بودیجه کې تصویب شوي دي. خو د دغې بودیجې یو مېلیارد او ۴۹۹ مېلیونه اضافي لګښت دی.

په ۱۳۹۷ کال کې د ۹۱ کوډ بودیجه  یو مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه افغانۍ وه او د هغه اضافه لګښت یو مېلیارد او ۷۲۰ مېلیونه دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button