د کندهار پولیسو شپږ تنه پاکستانیان د جاسوسی په تور نیولي

عزم(پنجشنبه، ۲۴ مرغومی ۱۳۹۹): د کندهار پولیس وایي چې شپږ تنه پاکستاني چارواکي یې داسې مهال نیولي، چې د یو موټر اخیستلو په بهانه یې معلومات راټولول.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ویلي چې دغه کسان یې د سپین بولدک ولسوالۍ کې هغه مهال نیولي چې د یو موټر اخیستلو په بهانه راوښتي وو او معلومات یې ټولول.

ویل شوي په یادو کسانو کې یې څلور تنه د پاکستان د څارګرې ادارې غړي او دوه تنه نور د پاکستان د چمن سیمې اوسیدونکي دي.

پولیس وایي له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې روانې دي چې وروسته به یې پوره معلومات ورکړل شي.

د یادونې وړ دی چې تر دې وړاندې هم د کندهار ولایت چارواکو بار بار داسې ادعاوې کړي چې د پاکستان څارګرې ادارې اړوند کسان یې نیولي او وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: