له دې سړي د ۲۴۰ میلیونه ډالرو پاسورډ هېر دی

 عزم (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹): سټيفن توماس یو المانی پروګرامر دی چې د امریکا په سن فرانسیسکو ایالت کې ژوند کوي. لس کاله وړاندې، په ۲۰۱۱ز کې، نوموړي د پاسورډونو د استعمال په اړه یوه ویډیو جوړه کړه، چې له امله یې ۷۰۰۲ بیټکوینه انعام ترلاسه کړ.

هغه وخت یوه بیټکوین له دوو تر شپږو ډالرو پورې ارزښت درلود. اوس چې د یوه بیټکوین ارزښت ۳۴ زره ډالرو ته رسېدلی، د ښاغلي توماس ۷۰۰۲ بیټکوینونو ۲۴۰ میلیونه ډالر ارزښت پیدا کړی دی – خو له بده مرغه، د نوموړي د هغې ډیجیټلې بټوې پاسورډ هېر دی چې دا بیټکوینونه پکې پراته دي.

توماس نیویارک ټایمز ته ویلي چې دئ یوازې دوه ځله لا چانس لري چې بټوې ته سم پاسورډ ورکړي او ۲۴۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي. هغه وايي، ”څنګه چې به پر بستره څملاستم د همدې په اړه به مې فکر کاوه. بیا به له یوې نوې سټراټيژۍ سره کمپیوټر ته ولاړم، کار به یې ونکړ، بېرته به ناهیلی شوم“.

سټیفن وايي، اته ځله یې هغه پاسورډونه چې دئ یې معمولًا استعمالوي دې بټوې ته ورکړي، خو ټول یې غلط راوتلي دي.

 هغه بټوه چې د نوموړي بیټکوینونه پکې پراته دي، ironKey نومیږي. دا بټوه کارن ته یوازې لس ځله د سم پاسورډ ورکولو فرصت ورکوي. که لس هڅې ناکامې شي، نو د تل لپاره دې بټوې ته د کارن لاسرسی پرې کیږي.

تازه د انټرنیټي امنیت یوه کارپوه ویلي چې د توماس د پاسورډ کشفولو لپاره شپږ میاشتې وخت غواړي، خو هغه به د خپل پاسورډ د پیدا کېدو په صورت کې ده ته د بیټکوینونو لس سلنه ورکوي.

بیټکوین یوه ډیجیټل سکه ده، چې په ۲۰۰۹ز کال کې جوړه شوې ده. د دې سکې ارزښت په لومړیو کې کم و، خو په وروستیو کلونو کې یې ارزښت څو برابره شوی دی. د کورونا ویروس له پیلېدو سره سم، د دې سکې ارزښت ۷۰۰٪ وده کړې ده. دمګړی یو بیټکوین شاوخوا ۳۴ زره ډالره ارزښت لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button