ډونالډټرمپ: افغانستان کې مو د ځواکونو شمیر تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته کړ

عزم(جمعه،۲۶مرغومی ۱۳۹۹): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې یې، د ځواکونو شمېر په ۱۹ کلونو کې تر ټولو ټیتې کچې ته راټیټ کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالتونو د پوځي عسکرو شمېر په ۱۹ کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رارسېدلی دی. همدارنګه، په عراق او سوریه کې هم [د سرتېرو حضور] په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ټيټې نقطې ته راغلی دی. زه به تل د نه-ختمېدونکو جګړو درولو ته ژمن پاتې یم. زموږ د پوځ بیارغول او زموږ د پوځي نارینه وو او ښځینه وو ملاتړ زما لپاره ستر ویاړ دی. د ښایسته نویو تجهیزاتو په شمول چې ټول د امریکا د متحده ایالتونو جوړ دي، [پر پوځ] ۲،۵ ټریلیونه ډالر پانګه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د امریکا کانګریس له افغانستانه د ځواکونو د ژر نه ایستلو پریکړه وکړه او له دغه هیواده یې د ځواکونو ایستل د امریکا د امنیت په زیان وباله، خو درې ورځې وړاندې بیا پنټاګون دا پریکړه وننګوله او ټینګار یې وکړ چې د جنوري تر ۱۵مې به دوی خپل ۲۵۰۰ سرتیري له افغانستانه راوباسي.
د امریکا او طالبانو د تړون له مخې باید د راتلونکې مۍ میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او طالبان به یې غبرګون کې امریکا ته له افغان خاورې د ورپیښ خطرونو د مخنیوي ډاډ ورکوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button