کندز کې د کمانډویانو په شمول ۲۴ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(جمعه، ۲۶ مرغومی ۱۳۹۹): تیره شپه د کندز په امام صاحب ولسوالۍ اړوند اورتبوز سیمه کې طالبانو د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی چې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په دغه برید کې د کمانډو، پولیسو او اربکیانو په شمول ۱۲ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

سرچینه وایي چې دغې جګړې پنځه ساعته دوام کړی چې د سرتیرو په ځوابي برید کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو کره شمیره یې نه ده یاد کړې.

د یادونې وړ دی چې طالبانو تر اوسه د دغه برید او تلفاتو په اړه یې هیڅ نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه شپه هم د امام صاحب په ولسوالۍ کې جګړه رامنځته شوې وه چې مرګ ژوبله یې هم درلودله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button