د بایډن د لوړې مراسمو باندې د برید ویره؛ پنټاګون واشنګټن کې ۲۵زره ځواکونه ځای پرځای کوي

عزم(شنبه،۲۷مرغومی ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې پر کانګریس د بریدله امله امریکایي چارواکي ویریدلي او د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسمو ته هم د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي؛ تازه د دغه هیواد د دفاع وزارت”پنټاګون” د یادو مراسمو د امنیت لپاره د ۲۵زره ځانګړو پوځیانو د لیږد سره توافق کړی دی.
دغه وزارت پخوا د سپینې ماڼۍ د امنیت لپاره د شلو زرو ځواکونو استول منلي وه، خو د ټرمپ د پلویانو د ممکنه حملې له ویرې یې د چارواکو په غوښتنه پوځیانو شمیر نور هم زیات کړ.
یاد وزارت دغه راز خپل ټول پوځیان په درنو او سپکو مرګونو وسلو سنبال کړي
د اینډپنډنټ ورځپاڼې خبر ورکړی، څو ورځې وړاندې لا واشنګټن کې د امریکا پوځ په درنو وسلو سنبال شوی او د ملي ګارډ د ادارې د ویاند په خبره، چې دا کار یې د فدرالي چارواکو په امر ترسره کړی ترڅو د واشنګټن له پولیسو او چارواکو د یادو مهمو مراسمو پرمهال ښه ساتنه وکړای شي.

امریکایي رسنۍ وایي، د ۲۵زره پوځیانو ترڅنګ ۱۵زره د ملي ګارد ملیشې هم د تحلیف چارو د خوندیتوب مسؤلیت پرغاړه لري.
بل لور ته د جوبایډن ټیم چې غوښتل یې د شمالي کارولینا أیالت نه واشنګټن ته په یوه موټریز کاروان کې راشي، د ټرمپ د پلویانو دممکنه برید له امله سفر لغوه شوی او ټاکل شوې ده چې نوموړی په یوه الوتکه کې سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي.
په همدې حال کې ټرمپ ویلي، چې دی به د جنوري په شلمه نیټه پرته له دې چې د بایډن د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي، له سپینې ماڼۍ ووځي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button