برېښنا شرکت: د ترکمنستان نوې برېښنا به زرګونه کورنۍ روښانه کړي

عزم(شنبه، ۲۷، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له ترکمنستان د ۵۰۰کیلو ولټ برېښنا پروژې لومړۍ چارې بشپړې شوې او زرګونه کورنیو ته به برېښنا ورکړل شي.

د یاد شرکت مسوولین وايي، د ۵۰۰کیلوولټ پروژې لومړۍ برخه د ترکمنستان له اتامراد څخه تر شبرغان پورې ۷۸،۵کیلومتره اوږدوالی لري، چې ټول لګښت یې د اسیا پرمختیايي بانک له لوري ورکړل شوی دی.

له یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له دې سره د شبرغان – اندخوی ۲۲۰ کیلوولټ مزي، شبرغان – مزارشریف او شبرغان او اندخوی سب سټېشنونه هم پرانیستل شوي، چې د یادې پروژې په ګټې اخیستو سره به د هېواد شمالي ولایتونه فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ کې ۳۴۰زره کورنۍ د برېښنا له نعمت برخمنې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې د دویمې برخې چې له شبرغان ـ دښت الوان پورې دي ۶۰سلنه او د درېیمې برخې له دښت الوان ـ کابل ارغندۍ پورې دي، چې ۹۰سلنه یې چارې بشپړې شوي او د روان کال تر پایه به کابل، میدان وردګ، غزني، کندهار، لوګر، پکتیا، خوست، کونړ او ننګرهار ولایتونو ته به برېښنا ورکړل شوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان چارواکو ترمنځ درې اقتصادي پروژې پرانیستل شوې، چې مراسمو ته یې ګڼ چارواکي ورغلي وو.

د یادونې وړ ده، د یادو پروژو چارې د ۲۰۱۶ز کال د سپټمبر په ۲۲مه پیل شوې وې، چې د جوړېدو چارې یې د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په ۲۲مه پای ته ورسېدې، خو پرانیسته یې د تېرې پنجشنبې په ورځ وشوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button