طالب استازو د جرمني هیواد له یوه پلاوي سره کتنه کړې

عزم(دوشنبه،۲۹مرغومی ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې د بین الافغاني خبرو لپاره د اجنډا پر توحید او ترتیب مذاکرات روان دي، ورسره همهاله له دواړو لوریو سره د بهرنیو دیپلوماتانو لیده کاته هم زیات شوي دي.

تازه د طالبانو ویاند ډاکټرنعیم ویلي چې تیره ورځ یې د سیاسي دفتر د اروپائی بخش لپاره مسئول ملا عبدالحق وثیق او ورسره مل هئیت، د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي “مارکس پوتزل” په مشري له ورغلي پلاوي سره لیدنه کړې ده.

طالب ویاند ویلي چې «په دې غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت، د دوحې توافقنامې په پوره تطبیق او د ملکي تلفاتو په مخنیوي تفصیلي خبرې وشوې.»

نوموړي زیاته کړې ده، چې دغه لیدنه کې همداراز د سولې په پروسه کې د نړیوالو هیوادونو د “مثبت رول” او ملاتړ په اړه هم د نظراتو تبادله وشوه.

طالبانو تیره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال سکاټ میلر سره هم کتلي وه او د توافقنامې په بشپړ تطبیق، په ځانګړې توګه له تورلیست نه د طالب مشرانو د نومونو پر ایستلو او د پاتې بندیانو پر آزادیدو یې ټینګار کړی وه.

په عین حال کې د کابل مذاکراتي ټیم بیا تیره ورځ په یوه آنلاین خبري کنفرانس کې په کابل کې له میشتو بهرنیو سفیرانو او دولتي چارواکو سره غونډه کړې وه او پر روانو مذاکراتو یې ورسره خبرې کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: