روغتیا نړیوال سازمان او یونسیف چارواکو له ‘ملا برادر اخند’ سره کتنه کړې

عزم(دوشنبه،۲۹مرغومی ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې تیره ورځ د آسیایي هیوادونو لپاره دملګرو ملتونو د روغتیا سازمان “ډبلیوایچ اوWho” او یونیسیف مشرانو ددوی د سیاسي دفتر له رئیس ملابرادر اخند سره کتنه کړې ده.
طالب ویاند وایي چې په دغه ناسته کې د هیواد په کچه دپولیو او دکرونا په ګډون د نورو وبايي ناروغیو دواکسینونو او تداوۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
طالبانو د ولسونو لپاره د صحي خدماتو وړاندې کول او ورته زمينه برابرول خپل مسئوليت بللی او زیاته کړې یې ده چې « په همدې اساس يې د ملګرو ملتونو صحت سازمان ته د خپلو اصولو له مخې د پوره همکارئ ډاډ ور کړ او دټولو له خدماتو يې مننه وکړه»
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي درې میلیونه ماشومان لاهم د پولیو له واکسین بې برخې دي او ټاکل شوې، راتلونکو ورځو کې د هیواد به کچه ددغه واکسین د تطبیق په هکله پراخ کمپاین پیل شي.