عراق پلازمینه ‘بغداد’ کې غبرګو چاودنو کې ۲۸کسان وژل شوي

عزم(پنجشنبه،۲ سلواغه ۱۳۹۹):خبري سرچینې وایي، چې د عراق پلازمینه بغداد ښار د “الطیران” میدان د ختیځې دروازې د جامو د پلور په یوه بازار کې دوه خونړۍ چاودنې شوې دي.
الجزیرةخبري شبکې ویلي، بریدکوونکي دوه کسان وه، چې په لږ وقفې سره یې د خلکو په منځ کې ځانونو ته چاودنې ورکړې.
یادې خبري شبکې ویلي، تر لومړۍ چاودنې وروسته خلکو غوښتل د پیښې له ځایه ټپیان او قربانیان انتقال کړي، چې لږ شیبه وروسته دوهم بریدګر چاودنه ترسره کړه او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د عراق د ښاري دفاع رئیس تر پیښې وروسته د ۲۸کسانو د وژل کیدو او ۷۳نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
تر اوسه د پیښې مسؤلیت هیڅ کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو تر دې وړاندې ورته بریدونه داعش تروریستي ډلې ترسره کول.
امریکا، بریتانیې، قطر، ترکیې او ګڼو نورو هیوادونو پر پیښه خواشیني څرګنده کړې او دا برید یې په سختو ټکو غندلی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button