اشرف غني:هیڅوک هم د مؤقت حکومت د مطرح کیدو صلاحیت نلري او که زه لاړم د امنیتي ځواکونه آینده به څنګه وي؟

عزم(جمعه، ۳، سلواغه ۱۳۹۹):جمهور رئیس غني هرات ته د سفر پر مهال د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د مؤقت حکومت رامنځته کیدو ته توند غبرګون ښوودلی او هغه یې د هیواد په ګټه نه دی بللی.
غني ویلي، هغوی چې د مؤقت حکومت خبرې مطرح کوي، ددې ډول حکومت خطر نه شي درک کولی.

نوموړي په پوښتونکې بنه و ویل، «آیا “زه” د سر اعلیٰ قوماندان په توګه د ټولو امنیتي قواوو د اعتماد وړ نه یم او آیا ددې ځواکونو راتلونکی به څنګه کیږي؟ »
نوموړي په تلویحي بڼه خبرداری ورکړ، «هغوی چې مؤقت حکومت مطرح کوي، د کوم صلاحیت له مخې دا کار کوي؟»
اشرف غني زیاته کړه، چې طالبان که واک ته رسیدل غواړي، باید ټاکنو ته ورسره ودریږي او د ټاکنو له لارې د واک د ترلاسه کیدو هڅه وکړي.
غني زیاته کړه چې له پاکستان سره یې اړیکې ترینکلې دي او د ګډو ګټو تعریف سم نه دی شوی.

غني داسې مهال د مؤقت حکومت اوازې یوځل بیا ردوي، چې هیواد کې غوڅ اکثریت سیاسي مشران او د استاد سیاف او جنرال عطانور په ګډون ډیری هغه څیرې هم، چې غني ته په یو ډول نږدې وې، په دې وروستیو کې یې د مؤقت د منځته راتګ دریځ خپل کړی دی.
تازه د کابل حکومت د نیمې ونډې شریک “ډاکټر عبدالله” مرستیال هم ویلي چې که مؤقت حکومت د ستونزو د پای په معنا وي، ښه تګلاره ده او باید پلې شي.
بلخوا دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا ویلي چې خپله اشرف غني د پاکستان او امریکا له لارې له طالبانو غوښتي وه، تر څو یوه کال پورې دده په مشري مؤقته اداره ومني، خو هغوی ترې نټه کړې ده.

طالبانو په وار وار د مؤقت حکومت اوازې رد کړې او ویلي یې دي چې دوی کله هم دداسې ادارې د رامنځته کیدو غوښتنه نده کړې.
شنونکي وایي، د اشرف غني په مشري ارګ کې واکمن ټیم هڅه کوي، تر څو د خپل واک او څوکۍ د بقاء لپاره د هر هغې طرحې مخه ونیسي چې د روان وضعیت په ښه کیدو مثبت اغیز پرېباسي او له همدې کبله یې د سولې په بهیر کې هم پراخ خنډونه رامنځته او لا هم ورته هڅې کوي، تر څو د نظام ساتنې، اساسي قانون او نورو کلیشه یي خبرو په مټ د خپلې واکمنۍ د غځیدل تضمین کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button