حکمتیار: بې نومه او بې نښانه الوتکې په خفیه ډول د کابل له هوایي ډګره قیمتي توکي انتقالوي

عزم(جمعه، ۳، سلواغه ۱۳۹۹):د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن د جمعې د لمانځه په خطبه کې ادعا وکړه چې د کابل د “حامدکرزي” له هوایي ډګرڅخه نا څرګنده الوتکو له هیواده د قیمتي توکو د انتقال لړۍ په خوارا مخفیانه توګه پیل کړې ده.
نوموړي دا الوتکې “بې نومه او بې نښانه” وبللې، چې په وینا یې نه پرې د کوم هیواد نوم شته او نه هم کوم مشخص نښان لري او د ځانګړو ساتونکو تر څارنې لاندې په کارتنونو کې تړل شوي توکي بهر ته انتقالوي..
نوموړي د قاچاق کیدونکو توکو په تړاو وویل، چې ښکاري دا الوتکې سره زر، قیمتي ډبرې او یا هم ډالر انتقالوي .
حکمتیار وویل، ددغو توکو د انتقال پر مهال د هوایي ډګر عام ساتونکي څنډې ته کیږي او د چارواکو خپل ځانګړي ګمارل شوي کسان د میدان څارنه او ساتنه ترسره کوي.
نوموړي له ولسي جرګې هم غوښتنه کړې ترڅو دا پیښه وڅیړي، پلاوی دې ورته وګماري او ددغه علني لوټ تالان مخه دې ونیسي.
حکمتیار داسې مهال دا ادعا کوي چې په دې وروستیو کې د کابل هوایي ډګر د پولیسو قومندان له دندې ګوښه او پرځای یې د اشرف غني د ځانګړو ساتونکو قوماندان جنرال ریاض ټاکل شوی دی.

په همدې حال کې د هوایي چلند ادارې په یوه اعلامیه کې د حکمتیار دا څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې دوی هیڅ بې نومه او نښانه الوتکې ته اجازه نه ده ورکړې او نه هم چا د توکو د قاچاق هڅه کړې ده.
یادې ادارې ویلي چې د الوتکو د پلټنې مسؤلیت د یوه بهرني قرادادي په لاس کې دی خو له دې څخه د نړیوالو ځواکونو الوتکې د SOFAقانون له مخې مستثنا دي.
ادارې ویلي چې سیاستوال دې خپلې اندیښنې او نیوکې لومړۍ له دوی سره شریکوي او بیا دې خپروي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button