روسیې امریکا ته ګوتڅنډنه کړې، چې د دوی په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي

عزم(شنبه، ۴ سلواغه ۱۳۹۹): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د سفیر هغه ټویټ د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې، چې د امریکا سفیر پر خپل ټویټر پاڼه د پوتین د سیاسي مخالف ناوالني د زنداني کېدو غبرګون کې د اعتراضونو ترسره کېدو اعلان خپور کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دا کار د ټولو اصولو او قوانینو خلاف عمل بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا دې د دوی په چارو کې مداخله نه کوي او باید خپل مسوولیتونه درک کړي، کنه په زیان به یې تمام شي.

د پوتین د سیاسي مخالف الیکس ناوالني پلویانو د روانې جنوري میاشتې په ۲۰مه نېټه لاریون پلان کړی و چې روسیې په تنظیم کې امریکا دخیله بولي.

روسیه او امریکا له ډیر وخت راهیسې یو بل په خپلو چارو کې مداخله کوونکي بولي، چې د ټرمپ د بریا ټاکنو کې یې هم روسیه پړه بلله او دا یې له روسیې انګیرله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button