بریښنا شرکت: د کابل بریښنا بیرته وصل شوه

عزم(شنبه، ۴ سلواغه ۱۳۹۹): د بریښنا شرکت وایي چې د کابل بریښنا بیرته وصل او بغلان ولایت کې له ازبکستان هیواد څخه د راغلې بریښنا پایو کې چې کوم تخنیکي مشکل رامنځته شوی وو حل شو.

د بریښنا شرکت تیره ورځ خبر ورکړی وو چې ازبکستان هیواد څخه راغلې بریښنا پایې په بغلان ولایت کې تخنیکي مشکل لري له همدې امله د کابل په شمول د خینو ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.

د یادونې وړ دی چې تیره شپه او نن ورځ کابل او خینې ولایتونو د بریښنا له نیستي سره مخ وو چې اوس بیرته بریښنا راغلې ده.

دا په داسې حال کې دی چې له ازبکستان څخه راغلې بریښنا وړاندې ۴۵۰ میګاواټه وه، خو اوس بیا دغه اندازه یواځې ۱۵۰ میګاواټه ته راکښته شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button